طالبان وايي د کوکنارو کرنه يې بنده کړې ده
۱۴۰۱ فروردین ۱۴, یکشنبهد طالبانو د روحاني مشر په دغه فرمان کې راغلي چې له دې امر څخه د سرغړونې په صورت کې به کوکنار سمدلاسه له منځه وړل کيږي او اړونده مسئول کسان به د شريعت له مخې مجازات کیږي.
په فرمان کې دا هم ويل شوي چې »سربېره پر دې د هر ډول مخدره توکو لکه الکولو، هېروينو، تابليت کا، چرسو او د نشه يي توکو د توليد د فابريکو استعمال، ترانسپورټ، تجارت او واردات په کلکه منع دي.«
د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د آفينو د حاصلاتو له ډېرېدو څخه خبرداری ورکړی وو. د افغانستان آفين د نړۍ په تور مارکېټ کې تر ټولو ستره برخه تشکيلوي چې له لسو نشه يانو څخه اتو ته مخدره مواد له افغانستان څخه رسيږي. دغه خبره د نشه يي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC) کړې ده.
د طالبانو د روحاني مشر دغه امر وروسته له هغې صادريږي چې ويل کيږي هبت الله آخندزاده د مارچ مياشتې په نيمايي کې په کندهار ولايت کې د کابينې د يوې درې ورځنۍ غونډې مشري کړې ده. تر غونډې وروسته طالبانو د خلکو پر عامه ژوند نوي بنديزونه ولګول، لکه د منځني ښوونځي پر نجونو مکتب ته د تللو ممانعت، په پارکونو کې د جنسي بېلتون عملي کول او د حکومتي کارکوونکو له پاره د ږيرې پرېښودو او لباس نوي وضع شوي مقررات.