1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي د داعش د ځپلو په موخه يې عمليات پيل کړي

۱۴۰۰ مهر ۷, چهارشنبه

طالبانو د چهارشنبې په ورځ وويل چې په افغانستان کې يې د داعش ډلې د ځپلو په موخه د طالبانو د ځانګړو ځواکونو يو ماموریت پيل کړی دی. طالبانو تر دې وړاندې هم داعش جنګیالي وژلي او یا نيولي دي.

https://p.dw.com/p/412lb
Syrien März 2019 | IS-Kämpfer in Baghouz
انځور: picture-alliance/AP Photo/Aamaq News Agency

د طالبانو یوه ویاند بلال کريمي د چهارشنبې په ورځ وويل چې د دوی ځواکونو تر دې مخکې هم د داعش ډلې يو شمیر غړي چې هغه يې «فتنه اچونکي ځواکونه» بولي، وژلې یا يې نيولي دي.

د آلمان خبري آژانس له کابله ليکي، کريمي ادعا وکړه چې په افغانستان کې د داعش ډلې هيڅ ځواکمن فزيکی سنګرونه نه درولودل، خو زیاته يې کړه چې دغه جنګیالي د ځان د پټولو په هڅه کې دي.

طالبانو نه ده په ډاګه کړې چې د دوی د داعش ضد ماموريت به چيرته وي، خو ځینو ځايي رسنیو ويلي دي چې د داعش ضد عملیات په کابل او ننګرهار ولایتونو کې پيل شوي دي.

داعش ډلې په ورستيو ورځو کې د افغانستان په ختيځ په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت کې پر طالبانو د يو لړ بریدونو د ترسره کولو ادعاوې کړي دي. دغه ډله له اوږدې مودې راهيسې په یاد ولایت کې حضور لري او هلته يې له طالبانو سره جګړې کړي دي.

طالبانو پخوا د اشرف غني په مشرتوب د افغانستان پرځول شوی حکومت له داعش جنګیاليو څخه په ملاتړ تورن کاوه تر څو د طالبانو پر ضد وجنګیږي.

داعش په لومړي ځل په ۲۰۱۵م کال په افغانستان کې د دغي ډلي د خراسان ولايت په نوم حضور اعلان کړ. تر هغه وروسته دغې ډلې په افغانستان کې خونړي بریدونه کړي دي چې ډيري يې پر شیعه مذهبه افغانانو باندې ترسره شوي دي.

داعش ډلې د روان کال د اګست مياشتي پر ۲۶مه د کابل پر هوايي ډګر د خونړي برید مسئولیت هم پر غاړه واخیست چې تر سلو ډېر کسان پکې ووژل شول.