طالبان وايي د جوزجان مرکز شبرغان ښار يې نیولی دی
۱۴۰۰ مرداد ۱۶, شنبهد طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ سهار پر ټويټر، د طالبانو له خوا د شبرغان ښار د نيولو خبر ورکړی دي. مجاهد لیکلي دي: «د جوزجان ستراتیژیک ولایت مرکز شبرغان هم مجاهدینو لاس ته ولوید.»
هغه زیاته کړې چې د ولایت مقام او امنيه قوماندانۍ په ګډون د دغه ولایت ادارې د طالبانو په کنټرول کې دي.
په شمال کې آزاد خبريال محمد یونس نعيمي دویچه ویله ته د طالبانو له خوا د شبرغان ښار د نیولو خبره تائيد کړه. هغه وویل: «په شبرغان ښار کې اوس طالبان دي. طالبانو د جوزجان محبس مات کړی او ټول بندیان وتلي دي.»
په ټولنیزو رسنيو کې ځينې داسې ويډيوګانې خپرې شوي چې طالبان د شبرغان ښار په منځ کې ليدل کيږي.
د بلخ ولایت د امنيه قوماندان ویاند عادل شاه عادل وايي چې دوی د جوزجان د مرکز په اړه معلومات نه لري. هڅه مو وکړه چې د دغه ولایت د ولايتي شورا یا بلې حکومتي سرچينې سره په اړيکه کې شو خو بریالي نه شو.
په دې اړه به نور معلومات وروسته شريک کړل شي.