1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

«طالبان مو جبراً کورونو ته د درملنې له پاره بیايي»

۱۳۹۸ آبان ۳, جمعه

په افغانستان د بشري مرستو همهغږي کوونکی دفتر په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي چې په دې وروستیو کې په ټول هیواد کې شاوخوا ۲۸ صحي مرکزونه تړل شوي دي. بل لوري ته افغان ډاکټران بیا له امنیتي ګواښونو سره لاس او ګریوان دي.

https://p.dw.com/p/3RwNh
Häusliche Gewalt Afghanistan
انځور: DW/H.Hashimi

نن د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ م کال د اکتوبر ۲۵مه) په افغانستان کې د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر یا اوچا په خپل یوه تازه رپوټ کې خبر ورکړی چې په دې وروستیو وختونو کې په ټول هیواد کې د نا امنیو له کبله ۲۸ روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي. دغه سازمان اندیښنه څرګنده کړې چې د یادو مرکزونو د تړل کیدو له امله په ټول هیواد کې زرګونه کسان له روغتیايي خدماتو محروم شوي دي. دغه رپوټ داسې مهال خپریږي چې په غور ولایت کې د روغتیا د برخې یوه کارمنده وژل شوې ده.

د اوچا په اوونیز رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو او د جګړو له کبله په سمنګان او نیمروز ولایتونو کې ۲۵ صحي مرکزونه تړل شوي دي. د دغه رپوټ موندنې ښيي چې د یادو مرکزونو په تړل کیدو سره یوازې په سمنګان ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸۰ زره کسان له روغتیايي خدماتو محروم شوي دي. د یاد سازمان په حواله په سمنګان ولایت کې د ۱۸۰ زرو کسانو له ډلې شاوخوا ۳۵ زره میرمنې تشکیلوي. د اوچا د رپوټ په حواله په نیمروز ولایت کې بیا ۸۰ زره تنه د روغتیايي مرکزونو د تړل کیدو له کبله له روغتیايي سهولتونو محروم شوي دي. 

د روغتیايي مرکزونو د تړل کیدو له کبله د ماشومانو او میرمنو په ګډون زرګونه کسان له روغتیايي خدماتو محروم شوي.
د روغتیايي مرکزونو د تړل کیدو له کبله د ماشومانو او میرمنو په ګډون زرګونه کسان له روغتیايي خدماتو محروم شوي.انځور: picture-alliance/Zumapress/M. Satkin

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اوسمهال ګڼ شمیر روغتیايي کارمندان او ډاکټران له امنیتي ګواښونو کړیږي. ډاکټر جلال محمدي، چې د نیمروز ولایت په دلارام ښار کې یو شخصي روغتیايي کلینیک لري، وايي چې د دې ولایت زیاتره برخې د طالبانو تر ولکې لاندې دي. نوموړي دویچه ویله ته په دې هکله همدا راز زیاته کړه چې د شپې له خوا له ویرې پرته کار نه شي کولی. هغه وویل: «د شپې له خوا حکومت نه شي کولی چې د دې سیمې امنیت ټینګ کړي او ستونزې ډیرې دي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې دغه سیمه وخت ناوخت د طالبانو د بریدونو شاهده هم وي. ډاکټر محمدي زیاته کړه چې سربیره پر دې چې طالبان یې هم خپل ټپیان د دوی روغتیايي کلینیک ته د درملنې له پاره وروړي، خو زیاتوي چې کله نا کله دوی یعنې طالبان ډاکټران د خپلو ناروغانو د درملنې له پاره خپلو کورونو ته بیایي.

محمدي په دې هکله وویل: «دوی [طالبان] زور لري. ځینې وختونه موږ مجبوروي چې د دوی کورونو ته ولاړ شو او د دوی ناروغان تداوي کړو او که چیرې ولاړ نه شو، دغه کار ان د ډاکټرانو د ژوند په بیه تمامیږي.» د افغانستان په ناامنو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو نه شتون یوه بله لویه ستونزه ده چې خلک ترې کړیږي. ډاکټر جلال محمدي وايي چې دوی د نیمروز په کلینیکونو کې د یو څو قابله ګانو پرته نور هیڅ ښځینه مسلکي ډاکټرانې نه لري.

په نیمروز کې د ښځینه ډاکټرانو نه شتون بله ستونزه ده چې خلک تر شکایت لري.
په نیمروز کې د ښځینه ډاکټرانو نه شتون بله ستونزه ده چې خلک تر شکایت لري. انځور: DW/H.Hashimi

په ورته وخت کې د بشري مرستو د همغږي کوونکې دفتر یا اوچا موندنې ښيي چې د افغانستان په ختیځ کې هم روغتیايي مرکزونو خوندي نه دي. د یاد سازمان په حواله په نورستان او لغمان ولایتونو کې درې روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي چې له کبله یې د هیواد په ختیځه برخه کې شاوخوا ۲۰ زره کسان له روغتیايي خدماتو محروم شوي دي.

اوچا داسې مهال خپل تازه رپوټ خپروي چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د غور ولایت چارواکو په دې ولایت کې د دغه دفتر د څلورو تنو مرسته رسونکو د وژل کیدو او ټپي کیدو خبر ورکړی دی. د دې ولایت چارواکو ویلي چې طالبانو د فیروز کوه په غربي سیمو کې د اوچا دفتر د کارمندانو پر یوه موټر باندې برید کړی چې له کبله یې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور یې بیا ټپیان شوي دي.