1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: ماسکو کي د افغانستان سفارت زموږ استازي ته سپارل کيږي

۱۴۰۱ فروردین ۲۱, یکشنبه

په افغانستان کي واکمنې ډلې طالبانو ويلي دي چي روسيې يې يو ديپلوماتيک استازی منلی دی. دا لومړی ځل دی چي روسيه د طالبانو يو دپلوماتيک استازی مني.

https://p.dw.com/p/49j1v
Russland Botschaft von Afghanistan in Moskau
په روسيه کي د افغانستان سفارتانځور: Mikhail Metzel/TASS/dpa/picture alliance

د طالبانو د باندنيو چارو د وزارت يو وياند د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپرويل ۹نېټه) وويل چي روسيې په ماسکو کي د دغې ډلي يو دپلوماتيک استازی منلی دی. زياته سوې ده چي د طالبانو دغه استازي ته به په ماسکو کي د افغانستان سفارت په رسمي توګه وسپارل سي.

د طالبانو د وياند په خبره د دوی د استازي په رسميت د منل کېدو وروسته به د افغانستان پخوانی سفير خپل کار ختم کړي. زياته سوې چي د جمال غروال په نوم دیپلومات په ماسکو کي د چارو پر مخ بيوونکی دی.

د انترفاکس خبري آژانس د راپور پر اساس د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف لږ موده مخکي د دې پخلی کړی ؤ چي ماسکو د طالبانو يو دپلوماتيک استازی مني.

په نړيواله توګه تر اوسه پوري هيڅ هيواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

وسله واله طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کي په کابل کي واک ته ورسېدل. هغوی پر واک د راتلو راهيسي يو شمير بشري حقونه محدوده کړي دي. په دې ترڅ کي تر اوسه لا نجونو ته اجازه نه ده ورکول سوې چي له شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته ولاړي سي.
 

آ./ا.ا./ن.ص.