1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د ډیورنډ کرښې پر سر ستونزه له دپلوماتیکي لارې حلوو

۱۴۰۰ دی ۱۵, چهارشنبه

د طالبانو خارجه وزارت له پاکستان سره د سرحدي شخړې په تړاو ویلي چې غواړي په دې هکله له پاکستان سره له دپلوماتیکي لارو خبرې وکړي. د رپوټونو له مخې، د اغزن تار پر سر شخړه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترینګلتیا سبب شوې ده.

https://p.dw.com/p/45BE6
Grenzzaun zwischen Afghanistan und Pakistan
انځور: Reuters/C. Firouz

څور ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیويي فلمونه لاس په لاس کیدل چې پکې ښکاري چې د طالبانو جنګیالي د افغانستان او پاکستان پر پوله نصب شوی اغزن سیم نړوي. د طالبانو له لوري دغه کار د پاکستاني پوځیانو له غبرګون سره مخامخ شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره د یادې شخړې په تړاو وايي چې طالبان به د دې ستونزې په هکله له پاکستان سره د دپلوماتیکي چینلونو له لارې خبرې وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې وروستیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې رامنځ ته شوي دي. بلخي د شخړو د جزئیاتو په هکله څه نه دي ویلي خو لیکلي یې دي چې د یادې ستونزې د حل کولو له پاره د دواړو لوریو ترمنځ خبرو ته اړتیا ده.

د عبدالقهار بلخي د ټویټ په یوه برخه کې همدا راز راغلي چې د طالبانو حکومت د خبرو او تفاهم او ښه ګاونډیتوب له لارې د ستونزو پر حل باور لري: «په دې هکله به له پاکستاني لوري سره له دپلوماتیکي لارو خبر وکړو.»

دا هم په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، تائید کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د اغزن سیم پر سر پیچلی وضعیت رامنځته شوی او دا چې له طالبانو سره به دغه ستونزه د دېپلوماتیکي خبرو له لارې حل شي. قریشي ویلي: «موږ اغزن سیم نصب کړی او نصب ته به یې ادامه ورکړو.»

پاکستان په ۲۰۱۷م کال کې له افغانستان سره پر پوله د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار د نصبولو کارونه پیل کړل چې تر دې مهاله یې د ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې پولې پر زیاتره برخو اغزن تار نصب کړی دی. د افغانستان پخوانیو حکومتونو د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان له لوري د اغزن سیم نصب او د تاسیساتو جوړول غیرقانوني بللي وو او دغه موضوع د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ تر دې وړاندې هم د ستونزو سبب شوې وه.