1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: له لیکو مو نیږدې ۳۰۰۰ کسان لیرې کړي

۱۴۰۰ دی ۲۶, یکشنبه

طالب چارواکي وايي چې واک ته تر رسیدو وروسته د طالبانو د لیکو د تصفیې په پروسه کې ۳۰۰۰ نور کسان له دې ډلې لیرې کړل شوي دي. د طالبانو په خبره پر دوی له دندو د ناوړه ګټې اخیستنې تور پورې کړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/45b9T
Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د تیر میلادي کال د اګست میاشتې په نیمايي کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته طالبانو په خپله وينا د خپلو لیکو د تصفیې پروسه پیل کړې ده. د دغې ډلې په وينا د طالبانو د لیکو د تصفیې کمیسیون ته دنده سپارلې وه څو خپلو په لیکو کې سرغړونکي مشخص او له دندو لیرې کړل شي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د لیکو د تصفیې کمیسیون لطیف الله حکیمي د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل: «دوی اسلامي امارت بدنامه کوو. دوی د تصفیې په دې پروسه کې لیرې شول څو موږ په راتلونکي کې تصفیه شوي پولیس او سرتیري ولرو.»

د تصفیې د کمیسیون مشر لطیف الله حکیمي، همدا راز وویل چې په لیرې کړل شوو کسانو کې په فساد تورن کسان، مخدره مواد، او د خلکو د خصوصي حریم نقض کوونکي او ان داسې کسان پکې شامل دي چې له داعش ډلې سره اړیکي لري.

Afghanistan Bildergalerie Nach Abzug der Truppen
انځور: HOSHANG HASHIMI/AFP via Getty Images

په ورته وخت کې په افغانستان کې تر واکمنیدو وروسته طالبانو د عمومي عفوې سربیره، د بشري حقونو مدافع ډلو پر طالبانو د د پخواني حکومت د پوځیانو د هدفي وژنو تور پورې کړی دی.

د طالبانو د دفاع وزارت د تصفیې د کمیسیون مشر لطیف الله حکیمي د لیرې کړل شوو کسانو په هکله وویل چې دوی په ۱۴ ولایتونو کې دي او دا چې دا پروسه به په نورو ولایتونو کې هم ادامه ولري.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته، دې ډلې د ښځو په شمول په یو شمیر برخو کې محدودیتونه وضع کړي. په افغانستان کې اوسمهال میرمنې خپلو دندو ته نه شي تللی او د نجونو پر مخ ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي. سربیره پر دې، طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو پر سفر باندې هم یو لړ محدودیتونه وضع کړل.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.