1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان له تاوتریخوالي لاس اخلي، خو افغان حکومت څه وايي؟

۱۳۹۸ بهمن ۲۶, شنبه

افغان حکومت وایې، راتلونکې اونۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه نهايي کیږي، خو د هوکړه لیک منځپانګه مشروطه ده. افغان سولې بهیر کې وروستي پرمختګونه څه دي؟

https://p.dw.com/p/3XowR
Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
آرشيف انځورانځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپره شوې ویناپاڼه وايي، تېر ماښام (د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ ۱۴مه) د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، دفاع وزیر مارک اسپر او افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره د سولې بهیر پر وروستیو پرمختګونو غږېدلی.

له تاوتریخوالي د طالبانو لاس په سر کېدل

ویناپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، چې طالبان له جګړې او تاوتریخوالي لاس اخېستو ته چمتو شوي. ویناپاڼه زیاتوي: «د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزېرانو څرګنده کړه چې طالبانو سره هوکړه احتمالا راتلونکو اونیو کې نهايي شي.»

طالبانو ته نیږدې سرچینې بیا ان د طالب او امریکايي چارواکو ترمنځ د هوکړې د وروستي کېدو خبره کوي. کابل میشتي پخواني طالب چارواکي سیداکبر اغا دویچه ویله ته وویل، طالبان او امریکایان هوکړې ته رسېدلي او اوس د نیټو پر کره کولو بحث روان دی: «طالبان او امریکایان توافق ته رسیدلي خو اوس د وخت په تعېنېدو بحث کیږي، چې بالاخره دغه توافق نامه په کوم تاریخ امضا شي په همدې توګه دا بحث هم شته چې کوم هېوادونه به ددې هوکړې د لاسلیک مراسمو کې ګډون کوي او یا کوم مملکتونه باید ددې هوکړې نظارت او ضمانت وکړي.»

هوکړه او شرایط
ارګ ویلي امریکا ډاډ ورکړی چې له طالبانو سره د لاسلیکېدونکي هوکړه لیک منځپانګه مشروطه ده. د ارګ ویناپاڼې د هوکړې لپاره شرطونه نه دي په ډاګه خو دومره یې ویلي چې طالبان په دې برخه کې »غولوونکې څرګندونې«  کوي. «هغوی وویل چې د هوکړه لیک هیڅ یو بند له شرط پرته نه دی او طالبان ښايي په غولوونکو تبلیغاتو لاس پورې کړي، خو واقعیت او اصلي موضوع داده چې هغوی حاضر شوي چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي.»
ویناپاڼه د مایک پمپیو له قوله زیاتوي چې طالبان باید له ترهګری او القاعده سره مخه ښه وکړي. خو سیداکبر اغا وايي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ هوکړه کې داسې شرطونه نه ویني چې له مخې دې دا بهیر بیا ټکنۍ شي.

هاخوا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایې، د افغان سولې بهیر د سبوتاژ کولو هڅې اوس هم روانې دي. ښاغلي حکمتیار چې نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ ۱۵مه) یې کابل کې له افغانستانه د شوروي اتحاد د پوځونو وتو دیرشمې کلیزې لمانځغونډې ته وینا کوله وویل: «د سولې مذاکراتو کې له پرمختګونو سره هممهاله په کور دننه ددې بهیر په اړه تر اوسه سیاسي اجماع نشته او د سولې د سبوتاژ هڅې هم په شدت سره روانې دي.» ګلبدین حکمتیار زیاتوي چې لاهم په هېواد کې داسې یوه مرجع نشته چې د سولې په تړاؤ دې پریکړه وکړای شي.

Former Afghan President Karzai, Afghan President Ghani, Afghan warlord Hekmatyar, former Jihadi leader Abdul Rabb Rasool Sayyaf and Afghanistan Chief Executive Abdullah walk to attend a ceremony in Kabul
انځور: Reuters/S.Marai

د سولې په خبرو کې ابهام
په همدې حال کې د چارو یوشمیر کتونکي د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې روان بهیر کې له یو لړ پیچلتیاوو او ناڅرګند وضعیته هم اندېښنه ښيي.
د ویسا ورځپاڼې مسؤل مدیر زبیر شفیقي دویچه ویله ته وویل، د ښکېلو غاړو په دریځونو کې لاهم واټن  شته: «اصلي خبرې خو لاپرځای پاتې دي ترټولو مهم دا چې بین الافغاني تفاهم به په کوم ډول پرمخ ځي او په څه ډول به افغانان له دغه فرصته استفاده کوي؟!»

ښاغلی شفیقي باوري نه دی چې یواځې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ هوکړه دې ټولې ستونزې هوارې کړي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې رپوټونه وايي، د امریکایانو او طالبانو ترمنځ لنډمهالی اوربند چې ځینې یې اوه ورځنۍ ښيي په راتلونکو څو ورځو کې پلی کیږي.
دغه راز، ویل شوي چې له اوربند وروسته به هوکړه لیک لاسلیک شي او د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته به په لسو ورځو کې افغانان خپل منځي خبرې پيلوي. د دغو خبرو کوربه توب ته جرمني چمتوالی ښودلی دی.
اسماعیل شاکر – کابل