1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: له امریکا سره د توافقنامې د لاسلیک په هکله خبري کوو

۱۳۹۸ دی ۲۷, جمعه

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي دي چې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د افغان سولې په هکله مذاکرات پیل شوي دي او زیاتوي چې د توافقنامې د لاسلیک پر سره خبرې روانې دي.

https://p.dw.com/p/3WL8p
Katar Doha | Friedenkonferenz für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې پر ۱۶مه نیټه) د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د طالبانو او د امریکايي استازو ترمنځ ملاقات بیا پیل شوي دي.

د شاهین په خبره دواړه لوري په دې ملاقات کې د توافق د لاسلیک او په دې هکله د مراسمو په هکله خبرې او بحثونه کوي.

د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند د څرګندونو په هکله تراوسه پورې امریکايي چارواکو څه نه دي ویلي.

شاهین همدا راز ویلي دي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملابرادر په مشرۍ د دوی پلاوي د زلمي خلیلزاد په مشرتوب له امریکايي پلاوي سره د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځ ملاقاتونه کړي دي.

نوموړي همدا راز ویلي دي چې دواړو لورو په تیرو دوو ورځو کې ډیر موثر ملاقاتونه کړي او دا چې دغه لړۍ به یو څو ورځې نور هم ادمه ولري.

په ورته وخت کې، په همدې وروستیو کې داسې راپورونه هم ورکول کیدل چې ګواکې د طالبانو جګپوړي مشرانو په افغانستان کې د تاوتریخوالو د پیښې د راکمولو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی دی.

پرون د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي ول چې طالبان حاضر شوي دي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پیښو کې کمښت راولي او دغه څه یې د سولې د توافق په برخه کې یو مخ پر وړاندې ګام بللی وو.

بل لوري ته افغان حکومت چې په دغو خبرو کې ونډه او حضور نه لري، بیا د یوه اوږدمهاله اوربند غوښتنه کوي.

له ۲۰۱۸م کال راهیسې د افغان سولې په هکله طالب استازو او امریکايي چارواکو۱۰ ځله ورته ملاقاتونه او مذاکرات کړي دي.

(k.h/n.z(dpa