1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبان له امریکایانو سره د دویمي غونډې په تمه دي

۱۳۹۷ شهریور ۲۱, چهارشنبه

د طالبانو چارواکو په څو جلا مرکو کې ویلي دي چې دوی چمتو دی چې دویم ځل له امریکایانو سره خبرې اترې وکړي. په دې ملاقات کې به د بندیانو پر تبادلې، د اعتماد رامنځ ته کولو او د رسمې خبرو اترو پر پیل بحث وشي.

https://p.dw.com/p/34jhE
Katar Büro der Taliban in Doha
انځور: AFP/Getty Images

د طالبانو دغو چارواکو د نوم نه بربنډولو په شرط خبرې کړي، ځکه هغوی اجازه نه لري چې له رسنیو سره په دې اړه خبري وکړي. یوه چارواکي ویلي دي چې په جولای میاشت کې د طالبانو او امریکايي دیپلوماتې الیس ویلس، غونډه له هغه وروسته پای ته ورسیده چې دواړو اړخونو په سپتمبر میاشت کې د بیا غوڼدي کولو پلان په اړه سره بحثونه وکړل. امریکا متحدو ایالاتو بیا دغه څرګندونې نه تائید او نه هم رد کړې دي.

افغان او امریکایي ځواکونه ټینګار کوي چې د افغانستان د سولي بهير باید د افغانانو په مشرتوب او د هغوی په مالکیت ترسره شي. همداراز ټینګار شوی دی چې د واشنګټن او طالبانو خبري اتري د کابل او دغې ډلې تر منځ د مذاکراتو له پاره لاره اواروي.

طالبانو بیا تل د کابل پر ځای له واشنګټن سره د مخامخ خبرو اترو غوښتنه کړې ده. طالبان غواړي په مستقیم ډول له امریکایانو سره په افغانستان کې خپل راتلونکی نقش او همداراز د امریکایي او ناټو ځواکونو د حضور په اړه وغږیږي.

د طالبانو چارواکي چې له قطر څخه یې له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره خبرې کړي، ویلي دي چې اوس هغوی د امریکا متحدو ایالاتو له خوا د دویمې ناستې له پاره د نیټې ټاکلو په تمه دي.

طالبانو ویلي دي چې په جولای میاشت کې د قطر په غونډه کې یې له امریکایانو څخه وغوښتل چې په قطر کې دفتر په رسمیت وپیژني او همداراز د دې ډلې پر مشرانو باندې محدویتونه له منځه یوسي. طالبانو همداراز د خپلو زندانیانو د آزادي غوښتنه هم کړې ده چې په خبره یې شمیر ۲۰۰۰ ته رسیږي.

امریکا هم له اوږدې مودې راهیسي د خپلو بندیانو د آزادۍ غوښتنه کوي. په هغوی کې امریکایي کیوین کینګ او استرالیایي تیموتی ویکس، شامل دي. د امریکایي پوهنتون دغه دوه پروفیسران د ۲۰۱۶م کال په اګست میاشت کې له کابل څخه برمته شوي دي.

د طالبانو چارواکو ټینګار کړی دی چې له امریکایانو سره د دې ډلې خبرې په ابتدایي مراحلو کې دي او لا هم د رسمې خبرو اترو له پاره د اجندا پر ټاکلو باندې بحث روان دی. د جولای میاشتې په غونډه کې امریکایانو له طالبانو څخه د دوه میاشتني اوربند، د پارلماني ټاکنې د نه تهدید غوښتنه کړې وه. پر دې سربیره په زندانونو کې د طالبانو له بندیانو څخه د دې ډلې د لیدنې موضوع هم مطرح شوې ده. خو پر دغو موضوعګانو باندې کومه موافقه نه ده رامنځ ته شوې.

د طالبانو چارواکو ویلي دي چې د جولای مياشتي د غونډي جزئیات د دې ډلې د مشرانو د شورا له غړي نورالدین تورابي سره شریک شوي دي چې قطر ته په دې موخه راغلی وو. تر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې هغه له کوم هیواده، قطر ته تللی وو. خو ویل کیږي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې میشته دي. تورابي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د عدلیې او همداراز د «امر بالمعروف او النهی عن المنکر» اداري مشرتوب کړی دی.