1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

طالبان غواړي خیریه سازمانونه او شخصي شرکتونه ثبت کړي

۱۳۹۹ مرداد ۷, سه‌شنبه

طالبانو ویلي دي چې دغه ډله غواړي په افغانستان کې فعالیت لرونکي ټول شخصي شرکتونه او خیریه سازمانونه له ځان سره ثبت کړي. طالبانو ادعا کړې ده چې یو شمیر خیریه سازمانونو د ملي ګټو خلاف فعالیت کړی.

https://p.dw.com/p/3g1Bk
Afghanistan Herat Taliban Kämpfer
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت او طالبان د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په نهايي پړاو کې دي، طالبانو د یوه امر په صادرولو سره په افغانستان کې له ټولو خیریه سازمانونو او شخصي شرکتونو غوښتي چې له دوی سره ځانونه ثبت کړي.

طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې، په ټول هیواد کې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی او د دې ډلې ځینې قوماندانان د خیریه سازمانونو د بهرنیو مرستو د ویش څارنه هم کوي.

د طالبانو یوه ویاند ویلي دي چې د دوی ځینو غړو داسې معلومات ترلاسه کړي چې په افغانستان کې یو شمیر شرکتونه او غیر دولتي ملي او نړیوال سازمانونه د دوی په خبره داسې فعالیتونه کوي چې د ملي ګټو خلاف دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په دې تړاو ویلي دي: «موږ به هیچا ته هم اجازه ور نه کړو چې زموږ د ګران افغانستان، اسلام ...د ګټو خلاف فعالیت وکړي. نو له دې کبله موږ غواړو هغوی ټول ثبت کړو، څو د دوی د فعالیتونو په هکله معلومات ولرو.»

[No title]
انځور: DW/G. Adel

د بهرنیو هیوادونو مرستې د افغانستان د کمزوري اقتصاد د ملا تیر تشکیلوي. په افغانستان کې د معارف، روغتیا او مالي مرستو په برخه کې تر ۲۲۰۰ ډیر غیر دولتي سازمانونه فعالیت کوي.

تیر کال وسله والو طالبانو د سره صلیب نړیوالې کمیټې او همدا راز د روغتیا نړیوال سازمان فعالیتونه د لنډې مودې له پاره ودرول او د واکسینونو پرمهال یې پر دغو دوو نړیوالو سازمانونو د «شکمنو» فعالیتونو تور پورې کړ.

د افغانستان د حکومت چارواکي وايي چې طالبان په دې هڅه کې دي ترڅو د افغان حکومت پر فعالیتونو باندې د فشار راوړلو هڅه وکړي.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال په دې هکله ویلي دي چې طالبان یوه ترهګره ډله ده او دوی هیڅ حق نه لري چې پر شرکتونو او غیر دولتي سازمانونو باندې له دوی سره د ثبت په برخه کې فشارونه راوړي.