1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د پنجشیر له جبهې سره مذاکراتو نتیجه نه ده ورکړې

۱۴۰۰ شهریور ۱۰, چهارشنبه

د طالبانو استازو اعلان کړی دی چې په پنجشیر کې یې د مقاومت جبهې سره مذاکراتو نتیجه نه ده ورکړې. خو طالبانو ویلي دي چې د دغه قضیې د سوله ایز حل له پاره هڅې ادامه لري.

https://p.dw.com/p/3zlWR
Afghanistan, Panjshir  | Widerstand gegen die Taliban
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې په پنجشیر کې د مقاومت جبهې سره د دوی مذاکراتو تر اوسه کومه «مثبته نتیجه» نه ده ورکړې.

د پلازمېنې کابل په شمول د افغانستان د نورو ولایتونو تر سقوط وروسته، پنجشیر یوازینی ولایت دی چې طالبانو تر کنترول لاندي نه دی. د احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود له یو شمیر نورو کسانو سره په پنجشیر کې د مقاومت جبهه جوړه کړه.

د دواړو لورو استازو په تیرو ورځو کې مذاکرات وکړل، خو په عین وخت کې تیره ورځ د مقاومت جبهې ویاند د نښتو د پيلیدو او طالبانو ته د تلفاتو د اوښتو خبر ورکړ.

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون مشر امیر خان متقي، په یوه غږیز پيغام کې د پنجشیر خلکو ته ویلي دي: «موږ ډېره هڅه وکړه چې د پنجشیر موضوع د مفاهمې او مذاکرې له لارې حل شي... له بده مرغه تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې. موږ بیا هم هڅه کوو چې جګړه و نه شي او د پنجشیر موضوع په سوله او آرامۍ حل شي.»

د طالبانو دغه چارواکي که څه هم ویلي چې «اوس مذاکراتو کومه نتیجه نه ده ورکړې، مجاهدین د پنجشیر په څلورو خواوو کې چمتووالی لري» خو په عین وخت کې یې د پنجشیر خلکو په مخاطب کولو سره ویلي چې د مفاهمې لاره ونیسي.

احمد مسعود، هم تر دې دمخه له طالبانو سره د سیاسي حل لارې غوښتنه کړې وه، خو ویلي یې وو که چیرې طالبان په نظامي حمله لاس پورې کړي، دوی به مقاومت وکړي.