1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د پاسپورت په ریاست کې مو د فساد مخه نېولې

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ شهریور ۲, چهارشنبه

د طالبانو د پاسپورت ریاست وايي، ډېری کمېشنکاران او جعل کاران له دندو لرې شوي. دغه ریاست، د پاسپورټونو په ویش کې د اسانتیاوو خبره هم کوي، خو خلک ترکومه بریده له دغه بهیر څخه رضایت لري؟

https://p.dw.com/p/4FvOy
Kabul, Afghanistan | Taliban wollen wieder Pässe ausgeben
انځور: Jorge Silva/Reuters

 

د طالبانو د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي چې په تېر یو کال کې یې تر ۳۵۰ ډېر کمېشنکاران او په فساد ککړ کسان پېژندلي او قضايي بنسټونو ته يې سپارلي دي.

د دغه ریاست مرستیال شیرشاه قریشي نن سې شنبه (۲۰۲۲م کال د اګست ۲۳) په کابل کې د تېر کال لاسته راوړنو په اړه د رپوټ ورکولو پرمهال وویل: «په دغو ۳۵۰ کسانو کې بیلابیل کسان ول، ځینو یې په پاسپورت ریاست کې دننه له کارمندانو سره اړیکې لرلې، چې موږ لسهاوو دغسې کارکوونکي منفک کړي او عدلي ارګانونو ته سپارلي دي، ځینې داسې کسان هم ول چې په عریضو یې خلکو ته د ډېرو پیسو په مقابل کې جعلي احکام اخېستل.»

قریشي زیاتوي چې د جعلي پاسپورټونو څو شبکې یې هم کشف کړي، چې غوښتل یې خلکو ته جعلي پاسپورټونه صادر کړي.

په افغانستان کې اوس پاسپورت چا ته ورکول کيږي؟

چارواکي وايي، د طالبانو په تېره یو کلنه واکمني کې څه باندې ۷۰۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي چې له دې لارې څه باندې ۴ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.

خو آیا د پاسپورټ اخېستل اسان دي؟

د پاسپورټ اخېستلو پروسه کې شفافیت او ترڅنګ یې انټرنیټي خدمتونه، په پرمختللو وسایلو سنبال دفترونه او د مراجعینو د اسنادو خوندېتوب هغه سترې لاسته راوړنې دي چې له مخې یې طالب چارواکي وايي د پاسپورټ اخېستلو بهیر یې اسان کړی دی، خو پاسپورټ اخېستونکي دغه څرګندونې تشي ادعاوې بولي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي دویچه ویله ته وویل: «مور مې ناروغه ده څلور میاشتې مخکې مې د هغې له پاره د پاسپورت انلاین فورم ډک کړی، خو تراوسه یې د بایومیټریک نېټه نه ده راکړې. په خبرو کې خو وایي چې د فساد مخه یې نېولې خو همدااوس په کابل کې یو پاسپورټ د زرو ډالرو رشوت په مقابل کې اخېستل کیږي.»

په کابل کې د پاسپورتونو د وېش ستونزه ولي نه حليږي؟

افغان ژورنالیست حشمت ستانکزي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د پاسپورټ په ریاست کې د بیلابیلو پلمو له مخې د خلکو کارونه ځنډیږي، دی لیکي: «یو پاسپورت د زر ډالرو څخه نیولی تر ۲ زره امريکايي ډالرو رشوت په بدل کي جوړوي. قسم په الله چی دا حقیقت دی. کمیشنکاران آزادانه خپل کار کوی.»

یوه بل پاسپورت اخېستونکي دویچه ویله ته وویل، اوس که له یوې خوا د پاسپورټونو بیې لوړې شوي له بل لورې یوه پاسپورت ته باید په میاشتو میاشتو په تمه شو: «په وخت یې نه ورکوي، کله څلور میاشتې، کله ۵ يا ۷ میاشتې او حتی کال وخت ورکړي، ځیني وختونه خو بیخي اسنادونه ترې ورک شي.»

دغه پاسپورټ اخېستونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي زیاتوي چې په اوسني پاسپورت ریاست کې د جمهوریت ترمهاله هم فساد ډېر دی.

ولایتونو ته د پاسپورت د انلاین فورمو خدمتونو غځول

د طالبانو د پاسپورت ریاست وايي، پلازمېنه کابل کې د پاسپورپ پر ریاست د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه به تردې وروسته ولایتونو له پاره هم د انلاین فورمو خدمتونه پيل شي.

دغه راز، د بهرنیو وګړو د ویزو تمدید له پاره هم د انلاین فورمو خدمتونه پيلیږي.

د پاسپورت اخېستونکو د اسانتیا له پاره په دغه ریاست کې د افغانستان بانک د څانګې پرانېستل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.