هرات: په پرونۍ چاودنه کې ۷ ملکیان وژل شوي دي
۱۴۰۰ بهمن ۳, یکشنبهپه هرات ولایت کې پرونۍ چاودنه په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو را وروسته په دغه ولایت کې لومړنۍ چاودنه ښودل شوې ده. تیره ورځ په لومړي سر کې ويل شوي وو چې په چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي دي. د رپوټونو مطابق چاودنه د هرات ښار ۱۲مې حوزې په مربوطاتو کې شوې ده.
په دغه ولایت کې د طالبانو د ځايي ادارې يوه چارواکي نعیم الحق حقاني، وويل چې د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي. دهرات د استخباراتو ادراې يوه مسئول د نوم د نه ښودلو په شرط اسوشیتید پریس خبري آژانس ته وويل چې بم د موټر د تیلو له ټانکۍ سره نښلول شوی وو.
یاد خبري آژانس تیره ورځ ناوخته ويلي وو چې تر اوسه د دغې پيښې مسئوليت کومې ډلې نه دی منلی، خو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته، ملکیانو باندې د ورته شوو بریدونو مسئولیت داعش ډلې منلی دی.
د هرات د امبولانسونو ادارې مشر، ابراهیم محمدي وويل چې د ټپيانو په ډله کې د درو کسانو وضعیت نازک دی چې ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.
په هرات کې پرونۍ چاودنه داسې وخت شوې چې په همدې ورځ د طالبانو یو لوړ پوړی پلاوی ناروې ته ولاړ. د رپوټونو مطابق نن به دغه پلاوی د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د نارويجي چارواکو او د یو شمیر نورو لويديځو هیوادونو له استازو سره خبرې پیلوي. په ورکړل شوو رپوټونو کې ويل شوې دي چې په افغانستان کې بشري وضعیت او بشري مرستې به د دغې غونډې د اجندا د سر موضوع ګانې وي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته دا په لويديځه اروپا کې لومړنۍ غونډه ده چې طالبان په کې ګډون کوي.
آ/م.ک.ص./ا.خ.ح