طالبان مسکو ته ځي خو د سولي په مذاکراتو کې برخه نه اخلي
۱۳۹۷ آبان ۱۵, سهشنبهد قطر له دفتر څخه د طالبانو یوه استازي سهیل شاهین، ویلي دي چې د طالبانو دغه پلاوی به له سوله ایزې لارې د افغانستان د شخړې د حلولو په اړه خپل نظرونه شریک کړي، خو د سولې په مذاکراتو کې به برخه وا نه خلي.
د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا هم منلې وه چې د مسکو غونډې ته څلور کسیزه پلاوی استوی. پتېيل شوې ده چې دغه غونډه به راتلونکې جمعې ورځې وشي.
د افغانستان د سولې عالي شورا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پر مخ وړلو مسئوليت لري، خو تر دې مخکې د سولې په برخه کې پرمختګونه د دې شورا له طریقه نه دي شوي.
د مسکو غونډه په اصل کې د روان کال په اګست میاشت کې پلان شوې وه، خو د افغان حکومت تر نیوکو وروسته وځنډول شوه.
تر اوسه پورې لا په افغانستان کې د سولې هڅو داسې پایلې نه دي لرلي چې د دې هیواد د شخړې د پای ته رسیدو هیلې رامنځ ته شي.
طالبان د کابل حکومت د بهرنیانو لاسپوڅی بولي او وایي چې یوازې له امریکا متحده ایالاتو سره خبرې کوي. کابل بیا وایي چې د سولې خبرې باید د افغانانو تر منځ او د هغوی په مشرتوب وي.