طالبان: د دفتر پرانيستل د تسليمېدو معنا نه لري
۱۳۹۰ دی ۲۲, پنجشنبهطالبانو پخپله ويبپاڼه کي ليکلي دي چي په قطر کي د دفتر تر پرانيستلو وروسته به هم د ناټو او افغان حکومت په وړاندي له تاوتريخوالي څخه لاس وا نه خلي او خپل د جهاد سياست ته به دوام ورکړي.
د طالبانو په خبره، په قطر کي ئې ځکه د دفتر له پرانيستلو سره موافقه کړې ده چي غواړي د دې لاري له نړيوالي ټولني سره تفاهم ته ورسيږي او د افغانستان روان کړکېچ پای ته ورسوي.
په روانه مياشت کي طالبانو په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چي په قطر کي له متحده ايالاتو سره د يوه دفتر پر پرانيستلو باندي يوې لومړۍ موافقې ته رسېدلي دي. طالبانو دغه راز له ګوانتانامو زندان څخه د خپلو بنديانو د آزاديدلو غوښتنه هم کړې وه.
که طالبان په قطر کي خپل سياسي دفتر پرانيزي نو دا به له ۲۰۰۱ کال راهيسي چي رژيم ئې د امريکايانو له خوا را و پرځول شو، لومړی رسمي دفتر وي چي له افغانستان څخه د باندي پرانيستل کيږي.
طالبانو پخپله وروستۍ بيانيه کي ويلي دي چي په قطر کي د دفتر پرانيستل د دې معنا نه لري چي طالبان دي له جهاد څخه لاس واخلي او تسليم دي شي.
د هغوی په خبره په قطر کي د دفتر پرانيستل د افغانستان د اساسي قانون له منلو سره هيڅ تړاو نه لري.
د افغانستان په جګړه کي ښکيلو غربي هيوادونو پريکړه کړې ده چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري به له افغانستان څخه خپل ټول جنګي سرتيري وباسي او د دغه هيواد امنيتي مسئوليتونه به خپله افغانانو ته وسپاري.
اوس نړيواله ټولنه په دې هڅه کي ده چي تر دغي مودې پوري د افغانستان لس کلني جګړې ته د سولي له لاره د پای ټکی کښېږدي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل