طالبان د خپل نوي مشر ټاکلو ته سره راټول سوي
۱۳۹۵ خرداد ۴, سهشنبهد آلمان خبري آژانس د پاکستان د امنيتي کړيو په حواله ليکي چي د پکستان په بلوچستان ايالت کي وسله وال طالبان د خپل نوی مشر د ټاکلو له پاره سره راټول سوي دي.
د طالبانو په دغه غونډه کي پر دې باندي خبري کيږي چي له هغو شپږو کسانو څخه چي حساب ورباندي کيږي څوک وټاکي.
دغه شپږ کسان : جلال الدين حقاني، په جنگي برخه کي د منصور مرستيال، د ملا محمد عمر زوی يعقوب، د ملاعمر ځوان ورور عبدالمنان اخند، له گوانتانامو آزاد سوی عبدالقيوم شاکر، د منصور مرستيال هيبت الله اخندزاده او د طالبانو د وخت د اطلاعاتو وزير امير خان متکي.
دا په تير يوه کال کي دوهم واری دئ چي طالبان باید خپل مشر وټاکي. د ۲۰۱۵م کال په جولای مياشت کي ملا اختر محمد منصور له هغه وروسته وټاکل سو چي د ملا محمد عمر د مړيني خبر خپور سو.
د ملا منصور له ټاکلو سره د طالبانو په منځ کي دروزنه پيدا سول او حتی په فراه او شنډنډ ولسواليو کي سخت سره وجنگېدل.
د پاکستاني رسنۍ «Express Tribune» د معلوماتو له مخي، طالبان اوس کوښښ کوي چي د تېر ځل په شان د مشر په ټاکلو کي ډېر پام وکړي، څو د تير په شان پيښي تکرار نه سي.