1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د ځينو سفارتونو له خوا صادر شوي اسناد اعتبار نه لري

محمد کریم صالح
۱۴۰۳ مرداد ۹, سه‌شنبه

په افغانستان کې واکمنو طالبانو اعلان کړی دی چې په ځينو اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو او قونسلګريو له خوا توزيع شوي اسناد نور اعتبار نه لري. خو د طالبانو خارجه وزارت ويلي چې یو شمېر سفارتونه ورسره تعامل لري.

https://p.dw.com/p/4iukG
Afghanische Botschaft Berlin
انځور: Winfried Rothermel/IMAGO

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جولای ۳۰مه) په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د دغې اعلاميې تر خپرېدو وروسته په اروپا کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ له لوري خپاره شوي اسناد، د اعتبار وړ نه دي.

د یاد وزارت په دغه اعلامیه کې په ځانګړې توګه په اروپا کې مېشتو افغانانو ته په خطاب کې ويلي چې په «لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسې، ايټالیا، یونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او استرالیا» کې د افغانستان د سیاسي استازوليو له لوري قونسلي خدمات یا صادر شوي اسناد د منلو نه دي.

مشخصاً کوم اسناد نه منل کيږي؟

په اعلامیه کې د قونسلي خدماتو له ډلې د «وثایق، تصادیق، عدم مسئولیت پاڼه، پاسپورټ صدور، پاسپورټ تمديدي سټيکر او د ويزې سټیکر» يادونه شوې ده.

زیاته شوې ده چې د دغې اعلاميې تر خپرېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دا ډول اسنادو پر وړاندې «هېڅ ډول مسئولیت نه لري او نه اجرات پرې ترسره کيږي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې دغه اقدام ېې ځکه کړی دی چې د افغانستان یادو اکثرو سیاسی استازوليو د دوی د غوښتنې مطابق کابل سره تعامل نه کاوه.

خو طالبانو دا هم ويلي چې په اروپا کې د افغانستان يو شمېر سیاسي استازولۍ له دوی سره همغږي لري او اروپا مېشتې افغانان او بهرنیان کولی شي له یادو استازولیو خدمات ترلاسه کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ضیا احمد تکل، دويچه وېله ته په یو استولي پيغام کې ويلي: «په اروپا کې پنځه افغان استازولۍ لکه، هالنډ، پراګ، بلغاریا، مونشن او اسپانیا کې خدمات په عادي ډول روان دي او له وزارت سره په همغږۍ چارې مخ ته وړي».

خو په بلجیم کې د افغانستان سفیر نظیف الله سالارزی، بیا د طالبانو ننۍ اعلامیې سره مخالفت ښودلی او دا ېې نامشروع بللې ده. هغه پر اکس شبکه، بلجیم او اروپايي اتحادیه کې ميشتو افغانانو ته په خطاب کې لیکلي: «په بلجیم کې ستاسو سفارت د تل په څېر هر ډول سیاسي فعالیت او د خدماتو وړاندې کولو ته ادامه ورکوي چې کوربه هېواد ته اعتبار او مشروعیت لري. برخلاف د [طالبانو] اعلامیه مشروعیت نه لري.»

طالبانو ويلي بهر کې افغانان او بهرنیان دې د ویزو او قونسلي خدماتو له پاره هغو افغان سیاسي استازوليو ته مراجعه وکړي چې له دوی سره اړيکي لري
طالبانو ويلي بهر کې افغانان او بهرنیان دې د ویزو او قونسلي خدماتو له پاره هغو افغان سیاسي استازوليو ته مراجعه وکړي چې له دوی سره اړيکي لري انځور: Dinesh Joshi/AP Photo/picture alliance

خلک څه وايي؟

طالبانو چې دغه اعلاميه ېې په ويډیوي او کتبي بڼه پر اکس یا پخواني ټويټر شبکې خپره کړې، یو شمېر افغانانو ورته مختلف غبرګونونه ښودلي دي.

د هدایت الله حکمت په نوم یوه کس لیکلي: «ښه خبره دا ده چې اروپا میشت هيوادوالو له پاره آنلاین خدمات راساً د افغانستان څخه ترسره کړي...»

د محمود په نوم یو چا بیا ليکلي: «دا کار مو سیاسي دی. عام خلک څه وکړي؟ د حل لاره څه ده؟»

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو او د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې په اروپا کې د افغانستان د سفارتونو او قونسلګريو له لوري یو لړ قونسلي خدمات لکه د پاسپورټوڼو تمديد او نور هویتي اسناد ویشل کيږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې په بهر کې میشت افغانان کولی شي خپل ویزو او قونسلي خدماتو په موخه د «یادو استازوليو پرته په نورو هېوادونو کې د افغانستان اسلامي امارت استازولیو ته» مراجعه وکړي.

له آرشیف څخه:

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب