1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

طالبان: حکومت آزاد شوي طالبان بیا نیولي

۱۳۹۹ مرداد ۵, یکشنبه

د شنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو دفتر پر افغان حکومت د طالبانو د آزادو شويو زندانیانو د بیا نیولو تور پورې کړی دی. حکومت بیا وايي چې یو شمیر آزاد شوي طالب جنګیالي د جګړې کرښو ته ستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3fvW9
Katar Doha | Friedenkonferenz für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جولای میاشتې پر ۲۵مه نیټه) د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو دفتر پر افغان حکومت باندې د آزادو شویو طالب زندانیانو د بیا نیولو او زنداني کولو تور پورې کړ.

افغان حکومت تر اوسه پورې د طالبانو له ۴۰۰۰ ډیر زندانیان آزاد کړي دي او په بدل کې یې بیا طالبانو د افغان حکومت له ۷۰۰ څخه ډیر کسان له خپلو زندانونو آزاد کړي دي. د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې په قطر کې د طالبانو او امریکا د توافق پر اساس، د بین الافغاني مذاکراتو د پیل یو له اصلي شرطونو څخه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې بشپړیدل دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند، سهیل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان استخباراتي اداره یا ملي امنیت د یو شمیر آزادو شویو [طالبانو] جنګیالیو پر ضد عملیات ترسره کړي دي. شاهین ویلي چې د کابل اداره به که چیرته دغه توقیفونه ونه درول شي، د هغه په خبره د دې کار مسئوله وي. طالبان افغان حکومت نه مني او حکومت ته د کابل د ادارې اصطلاح کاروي.

د شاهین په خبره، آزاد شوي جنګیالي د جګړې لیکو ته د نه تګ او په کور کې د پاتې کیدو لارښوونې عملي کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت د سلاکار ویاند جاوید فیصل، د یکشنبې په ورځ وویل چې یو شمیر آزاد شوي طالبان بیرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي دي. فیصل د طالبانو هغه ادعا رده کړه چې ګواکې د آزادو شویو طالب زندانیانو د نیولو په موخه عملیات ترسره شوي دي.

دا په اسې حال کې ده چې د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، دوحې او سیمې ته تازه سفر پیل کړی دی. په واشکنټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي دي چې خلیلزاد به د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو له پاره فشار وارد کړي. ویل کیږي چې خلیلزاد خپل دغه سفر د جمعې په ورځ پیل کړی دی او په دې ترڅ کې به نوموړی دوحه، کابل، اسلام آباد، اوسلو او سوفیا ته سفرونه وکړي.

Afghanistan Kabul | Taliban werden aus dem Bagram Gefängnis entlassen
انځور: Reuters/National Security Council of Afg