طالبان او امريکايان په قطر کي مخامخ خبري کوي
۱۳۹۲ خرداد ۲۹, چهارشنبهد امریکا متحده ايالاتو د حکومت دغه استازی چي نوم ئې نه دی اخيستل سوی ويلي دي، چي له طالبانو سره په لومړۍ ليدنه کتنه کي به د بنديانو پر سر خبري وسي. هغه زياته کړه چي تر لومړۍ غونډي دوې اوونۍ وروسته به بله ليدنه کتنه وسي.
له امريکا متحده ايالاتو سره تر اړيکو نيولو وروسته طالبان بايد د افغانستان د سولي له عالي شورا سره چي د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه جوړه سوې ده، په لوړه کچه خبري اتري پيل کړي.
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما له طالبانو سره پلان سوي خبري يو«مهم لوموړی گام» ياد کړ. خو هغه زياته کړه چي دا به ډيره اوږده او ستونزمنه پروسه وي.
اوباما برلين ته تر سفر دمخه په شمالي ايرلند کي د اوو مخکښو صنعتي هيوادونو او روسيې (جي ۸) غونډه کي د خبرو پرمهال وويل: «په افغانستان کي د سولي پروسه که د افغانانو له خوا پرمخ یووړل سي دا به نه يوازي په دغه هيواد، بلکي په سيمه کي به ثبات ټينگ کړي.»
د امريکا جمهور رئيس يو شرط هم کښېښود چي طالبان به له القاعدې سري خپلي اړيکي پرې کوي. ناټو ځواکونه د القاعدې پرضد خپلي مبارزې ته دوام ورکوي.
په واشنگټن کي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندي جنيفر پساکي وويل، چي له لومړی سره د خبرو اترو هدف دا دئ چي د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړيکي وشکېږي.
هغې دغه راز اعلان وکړ، چي د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ايالاتو ځانگړی استازی جيمز دابينز، د سه شنبې په ورځ له انقرې څخه د قطر پلازمېني دوحې ته سفر کوي.
د قطر په سياسي دفتر کي د طالبانو وياند د سه شنبې په ورځ د دغه دفتر د پرانيستلو پرمهال وويل، چي د دې دفتر په پرانيستلو سره «له نړيوالو سره د طالبانو د خبرو پيل» دئ.
په دغو خبرو اترو کي به د نورو ترڅنگ په گوانتانامو زندان کي د بنديانو په اړه بحث هم شامل وي. يو کال دمخه د طالبانو او امريکايانو ترمنځ خبري پر دغي موضوع باندي وځنډېدلي.
په داسي حال کي چي په قطر کي د طالبانو سياسي دفتر پرانيستل کيږي او امریکايي چارواکي له هغوی سره خبرو ته ليوالتيا ښيي په افغانستان کي څلور تنه امریکايي سرتيري وژل کيږي.
د امریکا متحده ايالاتو ويلي دي، چي د سه شنبې په ورځ په بگرام هوايي يا پوځي اډه کي ئې څلور تنه سرتيري په يوه غلچکي حمله کي وژل سوي دي. ويل کيږي چي په پيښه کي ۶ تنه نور ټپيان سوي هم دي.
په افغانستان کي د طالبانو يوه وياند د چهارشنبې په ورځ د پيښي پړه پرغاړه اخيستي دې او ويلي ئې دي چي د بگرام پر هوايي اډې باندي ئې دوه توغندی توغولي دي.