طالبان اوس هم د نجونو د ښونځيو سره مخالفت کوي
۱۳۸۹ دی ۲۵, شنبهد پوهني وزیر فاروق وردګ پرون له یوې بریټانوي خپرونې سره په مرکه کې ویلي چې طالبانو په هغو سیمو کې اوس د نجونو د ښونځیو له پرانیستل کیدو سره مخالفت نه کوي په کومو کې چې د دوي تر ولکې لاندي دي. وردګ ویلي چې د طالبانو دغه کار د هغوي په پخواني تند دریځ کې د نرمښت څرګندویې کوي.
که څه هم طالبانو تر اوسه په دې باب خپل بیان ندی ورکړی خو د یو شمیر ناامنو ولایتونو اوسیدونکي وایې چې تر اوسه هم د نجونو زدکونکو د ښونځیو سربیره د هلکانو ښونځي لا تړلي پاتي دي.
د غزني، زابل، میدان وردګ او پکتیکا ولایت یو شمیر قومي مشرانو او عامو خلکو نن له دوچې ویلې سره د خبرو پرمهال وویل چې په عمل کې داسي نښې نښانې نه ښکاري چې طالبانو دي ښونځيو ته د نجونو له ورتګ سره موافقه کړي وي.
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسیدونکي مبصر وردګ دویچې ویلې ته د ټلیفون په کرښه وویل چې د دوي په سیمه کې حتی هلکانو ته هم ښونځي ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي او نجونې له یوه سره په کورونو کې ناستي دي.
د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د قومي شورا غړي حاجي لالک هم دوچې ویلې ته په یوه ټلیفوني اړیکه کې وویل چې د دوي په سیمه کې یوازي دوه ښونځي پرانیستي دي او هغه هم د هلکانو لپاره اوپاتې ښونځي د بیلا بیلو دلایلو خو په خاصه توګه ښونکو ته د مرګ د ګواښونو له امله تړلي دي.
د غزني د نا امنه اندړو ولسوالۍ اوسیدونکي هم وایې چې نجونو ته په قطعي توګه ښونځیو ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.
د حاجي جانان ابراهیمزي په نامه د اندړو یوه مخور آلمان غږ ته وویل چې د دوی په هغو ګوتو شمیر ښونځیو کې چې پرانیستل سوي هم دي، یوازي هلکان زدکړي کوي او د حکومتي نصاب تر څنګ د طالبانو له لوري مشخص شوي کتابونه هم د زکړې لپاره زدکونکو ته ویشل سوي دي.
طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال نجونو ته د تعلیم اوپه دفترونو کې د کارکولو اجازه نه ورکوله خو دا چې اوس طالبان نجونو ته له کور څخه د باندي د لیک لوست اجازه ورکوي دا د پوهنې د وزیر فاروق وینا ده .
د پوهنې وزیر فاروق وردګ دغه خبره چې ګواکې اوس د طالبانوله لوري د هغوي ترکنټرول لاندي سیمو کې نجونو ته ښونځيو ته دتګ اجازه وکړل سوي پر داسي محال کیږي چې لا هم په سلګونو بابه ښونځي د ملک په بیلا بیلو سیمو کې تړلي پاتي دي.
د دغه رپوټ تر جوړولو پوري طالبانو د افغان وزیر د دغو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.
خو د دغې ډلي ټپلي یوه نطاق ذبیح الله مجاهد دری میاشتې دمخه رسنیو ته ویلي وو چې طالبان په اوسنیو شرایطو کې د نجونو د ښونځیو پرانیستلو ته د نورو مسایلو په نسبت ترجع نه ورکوي او په دې باب به وروسته پریکړه کیږي.
ميرويس جلالزی / کابل
احمدولي اڅکزی