طالبان: اوربند نن شپه پای ته رسیږي او عملیات ادامه پیدا کوي
۱۳۹۷ خرداد ۲۷, یکشنبهد طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانسې خبري آژانس ته د وټس اپ له لارې په لیږل شوي یوه پیغام کې لیکلي: «اوربند نن شپه پای ته رسیږي او زموږ عملیات به انشالله ادامه پیدا کړي. موږ د اوربند د تمدید له پاره هیڅ اراده [نیت] نه لرو.»
د طالبانو د ویاند دغه خبرې داسې مهال کیږي جې ولسمشر غني د شنبې په ورځ د حکومت له لوري د اوربند موده په یوه تلویزیوني خپرونه کې یو ځل بیا تمدید کړه. ولسمشر غني د خپلو خبرو په ترڅ کې له مقابل لوري [طالبانو] هم د متقابل اقدام غوښتنه وکړه.
له ۲۰۰۱م کال راهیسې هغه مهال چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف پر افغانستان پوځي مداخله پیل کړه او د طالبانو رژیم یې نکسور کړ، دا لومړی خل وو چې د ټول هیواد په کچه اوربند نافذ شي. د طالبانو له لوري اعلان شوي درې ورځني اوربند ته خلکو د سولې د پیل د یوې لړۍ په سترګه کتل. په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیدونکو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاریدل چې افغان امنیتي ځواکونه، ملکي وګړي او وسلوال طالبان یو بل ته غیږي ورکوي، د اختر مبارکۍ تبادله کوي او ګډ عکسونه اخلي.
تر اوسه پورې افغان حکومت د طالبانو د دې دریځ په هکله څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې حکومت هیله څرګنده کړې وه چې طالبان به هم د اوربند موده وغځوي چې دغه لړۍ به د دواړو لورو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل سبب وګرځي.