طالبانو ۲۰ تنه نور حکومتي زندانیان آزاد کړي دي
۱۳۹۹ فروردین ۲۹, جمعهطالبانو ویلي چې په لغمان ولایت کې یې ۲۰ تنه حکومتي بندیان له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي دي. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، پرون د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه د یادو حکومت پلوه زندانیانو د آزادولو خبر ورکړی وو. تر اوسه پورې د افغانستان حکومت په رسمي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د روان کال په فبروري میاشت کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د شوي توافق بر اساس، افغان حکومت او طالبان د یو بل یو شمیر زندانیان د بین الافغاني خبرو د پیل په موخه سره تبادله کوي. د معلوماتو له مخې، د شوي توافق پر اساس افغان حکومت باید د طالبانو ۵۰۰۰ تنه زندانیان او طالبان بیا ۱۰۰۰ تنه حکومتي بندیان له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تیرې یکشنبې په ورځ، طالبانو په جنوبي کندهار ولایت کې ۲۰ تنه نور حکومت پلوه زندانیان د سره صلیب چارواکو ته تسلیم کړي ول. د افغانستان حکومت بیا تر اوسه پورې په څلورو پړاونو کې د طالبانو ۳۶۱ تنه غړي له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي دي.
بل لوري ته یو شمیر جګپوړو امریکايي چارواکو د دې اونۍ په پیل کې په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره هم ملاقات وکړ. د رپوټونو پر اساس، امریکايي چارواکو تر دې ملاقات وروسته، پاکستان ته هم سفر وکړ او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره یې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې.