1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو یو امریکايي وګړی او شمیر بریتانوي اتباع نیولي دي

۱۴۰۰ بهمن ۳۰, شنبه

په افغانستان کې طالبانو یو شمیر بریتانوي اتباع او یو امریکايي کس نیولی دی چې په ډله کې يې يو پخوانی خبریال هم شامل دی. دغه خبره د نیول شوو کسانو کورنيو او حکومت کړې ده.

https://p.dw.com/p/47HAk
Taliban control at checkpoints in Kabul
په کابل ښار کې د طالبانو موظف ځواکونه د موټرو د کنټرول پر وخت - د آرشیف انځورانځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د نیول شوي خبریال په اړه ویل شوي چې له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې يې په افغانستان کې کار کړی.

د بریتانیا حکومت روانه اوونۍ په يوه اعلاميه کې وویل چې اوس مهال یو شمیر بریتانوي اتباع د طالبانو په توقیف کې دي.

په داسې حال کې چې د بریتانیا حکومت د دغو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی، د پخواني فریلنس کامره مین پيتر جوونال (Peter Jouvenal) میرمن، حسینه سعيد، اسوشیتید پریس خبري آژانس ته ويلي دي چې خاوند يې د دسمبر په ۱۳مه، نیول شوی دی. د هغه په اړه دا هم ويل شوي چې اوس پر یو سوداګر باندې بدل شوی دی.

د امريکا د ملي امنیت سلاکار، جک سالیوان سي ان ان تلویزیون ته ويلي دي چې واشنګټن په «فعاله توګه» کار کوي تر څو امریکايي وګړی د طالبانو له توقیف څخه آزاد کړي. هغه د موضوع د حساسیت له وجې په دې اړه د نورو جزئیاتو له ورکړې ډډه وکړه.

د دغه یوه امریکايي او لږ تر لږه د څلورو بریتانوي اتباعو چې په توقیف کې پاتې دي، هویت ناڅرګند دی. دا هم نه ده روښانه چې د دوی له ډلې څو کسان يې په ګډه توقیف دي.

میرمن سعيد له لندن څخه پر ټيلفون اسوشتید پریس ته ويلي دي چې خاوند يې د سوداګریزو فرصتونو د پلټنې په موخه، چې په هغې کې د لیتيم د استخراج په برخه کې پانګونه هم شامله ده، په افغانستان کې اوسیده. د ویلو ده چې افغانستان د ليتيمو له بابته غني دی. لیتیم د برقي موټرو او موبایل په څير بطريو یو مهم جز دی.

د دغه پخواني کمره مین میرمن ويلي دي چې خاوند يې افغانستان ته یوازې سفر کړی وو او له نورو نیول شوو بهرنیو اتباعو سره کوم تړاو نه لري. پيتر جوونال په اړه ویل شوي چې هغه د ۸۰مې میلادي لسیزې پرمهال په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د تلویزیون کامره مین وو او د افغانستان ډیر جنګونه یې تعقیب کړي دي. د نوموړي میرمن زیاته کړې ده چې پيتر پر پښتو او دري ژبو هم خبرې کولی شي او په دسمبر کې تر توقیف څخه د مخه يې څو ځله د طالبانو د کانونو د وزیر په ګډون د دغه وزارت له چارواکو سره کتنې درلودلي دي.

حسینه سعید وایي چې د خاوند د نیولو دلیل يې څرګند نه دی او هغه د پيتر د وضعیت په اړه تل طالبانو سره په اړيکه کې پاتې شوې ده.

اسوشتید پریس له اسلام آباده په خپل دغه رپوټ کې زیاتوي چې طالبانو د بهرنیو اتباعو په ځانګړې توګه د پيتر جوونال د توقیف په اړه د دوی پوښتنې ته څه نه دي ويلي. خو د بریتانیا حکومت په اعلاميه کې ويل شوي دي چې د بریتانوي وګړو د توقیف په تړاو له طالبانو سره په خبرو بوخت دي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د روانې اوونۍ په سر کې ويلي وو چې «بريتانوي چارواکو په هر فرصت کې طالبانو سره د توقیف مسئله یاده کړې ده، تیره اوونۍ کابل د یو تللي پلاوي له خوا هم.»

زیاته شوې چې دغه بریتانوي په ۲۰۰۰م کال په پایتخت کابل کې د ګندمک په نوم یو رستورانټ او میلمستون جوړ کړ چې د ډيرو هغو خبریالانو له پاره مشهور ځای ګرځیدلی وو کوم چې له ۲۰۰۱ کال وروسته افغانستان ته یې سفر کاوه.

د ویلو ده چې طالبانو واک تر رسیدلو وروسته دا خبره روښانه کړې ده چې افغانان پرته له معتبرو اسنادو نشي کولی له هیواده ووځي.

میرمن سعید وايي چې هغه ویره لري داسې نه چې طالبانو يې خاوند د امنيتي دلایلو پر اساس په پټه بهر ته د افغانانو د وښکلو په تړاو نیولی وي. هغې ويلي دي وروسته له هغې چې خاوند يې افغانستان ته د پانګونې په مقصد ولاړ، دې هم پلان درلود چې د تجارت د یو شریک په توګه افغانستان ته سفر وکړي. دوی دواړو پلان درلود چې په افغانستان کې په ګډه پانګونه وکړي.

ا.پ./م.ک.ص./ا.خ.ح.