1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبانو ښوونکو او شاگردانو ته په ټاکنو کې د نه ګډون ګواښ کړی

۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبه

طالبانو، ښوونکي او زده کوونکي ګواښلي دي چې په ټاکنو کې ګډون و نه کړي او اجازه ور نه کړي چې له ښوونځيو څخه د رای ورکولو د مرکزونو په توګه کار واخیستل شي. دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ د یوه کانديد د وژلو پړه هم ومنله.

https://p.dw.com/p/36go9
Afghanistan Frauen zählen Stimmen aus
انځور: picture-alliance/dpa/O. Matthys

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا د اکتوبر مياشتي پر۲۰مه نیټه پلان شوو ټاکنو باندې د بریدونو ګواښ وکړ. دغه ډله ټاکني نامشروع ګڼي. طالبانو ادعا کړې ده چې نه غواړي پر دې بهیر په بریدونو کې یې ملکیان ووژل شي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بریدونو ډیری قربانیان ملکي افغانان دي.

طالبان وایي چې ټاکنې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو له خوا پر دې هیواد باندې تپل شوي دي. دغه ډله په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا متحده ایالاتو تر برید وروسته له واکه ګوښه شوه، خو له همدې کال راهیسې یې پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې خپل بریدونه جاري ساتلي دي.

که څه هم طالبان وایي چې ټاکنې د بهرنیو له خوا د افغانستان پر خلکو تپل شوي، خو بیا هم په راروانو ټاکنو کې د ګډون له پاره د نهو میلیونو په شاوخوا کې افغانانو خپل نومونه ثبت کړي ډي.

له بلې خوا طالبانو له هلمنده ولسي جرګې ته کانديد جبار قهرمان، باندې د برید پړه هم منلې ده چې په پایله کې یې قهرمان او درې نور کسان ووژل شول. د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک ویلي دي چې چاودنې اوونه تنه نور کسان ټپیان کړي هم دي.