شخړي
طالبانو څلور امنیتي ځواکونه وژلي؛ هوايي بمبار ۱۰ کسان وژلي
۱۳۹۷ آذر ۱, پنجشنبهاعلان
د بادغیس د ولایتي شورا غړي محمد ناصر نظري ويلي دي، چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ سهار وختي پر یوه پوځي کتار چې له مرکز قلعه نو څخه تیریدی برید وکړ او په پایله کې یې څلور امنیتي ځواکونه ووژل او اووه نور ټپیان کړل.
په یوه بله پیښه کې افغان امنیتي ځواکونو په لوګړ ولایت کې د چهارشنبې په ورځ ناوخته له طالبانو سره د نښتو پر مهال د ناټو هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه. د لوګر د ولایتي شورا مشر محمد ناصر غیرت، ویلي دي چې په دې برید کې لس کسان وژل شوي. تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې په وژل شویو کسانو کې څومره ملکیان دي.
د لوګړ د والي ویاند خالد صافي، ویلي دي چې اوس په دې اړه څیړنې روانې دي. خو ناټو لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.