1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په کندهار کي ۶ کسان په درو وهلي دي

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۲ خرداد ۳, چهارشنبه

په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي عزیز دویچه ویله ته وویل چې د چهارشنبې په روځ (د می میاشتي ۲۴) ۶ نارینه د کندهار ښار په مرکزي لوبغالي کي د سلهاوو کسانو په مخکي په تعزیریتي ډول په درو ووهل سول.

https://p.dw.com/p/4RkPx
Afghanistan | Taliban-Kämpfer
انځور: Sidiqullah Khan/AP/dpa/picture alliance

د هغه په خبره په یادو کسانو کي ۴ يې د لواطت او ۲ يې د خاوند لرونکو ښځو د تښتولو په جرم هر کس ۳۹ درې وهلي دي.

د طالبانو د ستري محکمې له خوا هم په خپره کړې اعلامیه کي راغلي دي چي «د کندهار د مرافعه محکمې د جزا دېوان له خوا د اسلامي امارت د جنوب غرب زون د عالي مقام او ستري محکمې د قضايي معاونیت سره سم شپږو متهمینو ته دلواطت او د بل د منکوحه ښځو د تښتولو په وجه د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي تعزیزیتي سزا ورکړل سوه.»

اړوند: کندهار کې طالبانو نهه تنه په درو وهلي دي

د کندهار ښار اوسیدونکي عبدالباري چي دغه حالت يې په سترګو لیدلی وایی، طالبانو هیڅ چا ته د عکس او ویډیو اخیستلو اجازه څه، چي ان د کېمره لرونکي ټلیفون وړلو اجازه لا نه ورکول او سخته تلاښي يې کوله.

اړوند:طالبانو په لوګر او لغمان کې ۱۴ نارينه او ښځې په دُرو وهلي

د ځايي خلکو په خبره طالبانو يوه ورځ تر مخه لا په يوه اعلامیه کي ويلي ول چي «که سبا له هرچا څخه په یاده سیمه کي تلیفون ولیدل سو بیا د شکایت حق نه لري.»

د ا په داسي حال کي ده چي د رواني عیسوي میاشتي پر ۸ نېټه ملګري ملتونو خبر ورکړی و چي طالبانو په تېرو ۶ میاشتو کي ۳۳۲کسان په عام محضر کي په درو وهلي دي. ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي ول چي بدني سزاګاني بندي کړي.