طالبانو په کندهار کي اووه عسکر وژلي دي
۱۳۹۶ فروردین ۸, سهشنبهپه کندهار کې د ۲۰۵ اتل قل اردو ویاند محمد صدیق عیسی، ویلي دي چې په خاکریز ولسوالۍ کې پر یوه پوسته باندې د طالبانو په برید کې د پنځو عسکرو پر وژل کیدو سربیره درې تنه عسکر ټپیان شوي هم دي. د هغه په خبره د افغانستان په وخت د شپې پر دوو بجو د ملي اردو پر پوسته برید پیل شوی او د سهار تر شپږو بجو یې دوام کړی دی. د هغه په خبره اوس وضعیت په کنترول کي دی.
هغه ويلي دي چې طالبانو ته هم درنه مرگ ژوبله اوښتي ۲۲ تنه یې وژل شوي او ۲۶ نور یې ټپیان دي.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د کندهار ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکریزوال، د یوولسو عسکرو د وژل کیدو او ۱۷ نورو د لادرکه کیدو خبره کوي. دا چې ورک شوي عسکر برمته شوي دي که نه، په هکله یې خاکریزوال څه نه دي ویلی.
د طالبانو ویاند د ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې طالبانو په خاکریز او شاه ولي کوټ ولسوالیو کې «درې پوستې» نیولي او د وژل شوو امنیتي ځواکونو شمیر یې ۲۳ تنه ښوولی دی. خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبان د مرگ ژوبلې په شمیر کې زیاتره وخت مبالغه کوي.