1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو په کابل کې د لا ډیرو بریدونو ګواښ کړی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

طالبانو د دوشنبې په ورځ په بیانیه کې په کابل کې د لا ډیرو بریدونو ګواښ کړی دی او ملکیانو ته یې خبر داری ورکړی چې له کورنیو، دولتي او بهرنیو ادارو لیري شي. افغان حکوت د طالبانو دغه بیانیه یوازې تبلیغات بللې ده.

https://p.dw.com/p/2y3b8
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

په بیانیه کې د کابل ښار ملکيانو ته ویل شوي دي چې د «دښمن ادارو ته تګ، پکښې له ګرځیدو او ترڅنګ تیریدو يې ډډه وکړي». طالبانو په دې بیانیه کې د ملکي تلفاتو پړه پر افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو یې اچولې ده او ویلي یې دي چې «خپلې ادارې او مرکزونه يې په داسو سیمو کې جوړ کړي دي چې پکښې له ملکیانو څخه د انساني ډال په توګه کار اخلي.»

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې ملکي تلفات د پام وړ زيات شوي دي. په ځانګړې توګه کابل بيا د داعش او طالبانو د بریدونو هدف دی. دغو دوو ډلو په کابل کې تیرکال ۲۰ او په روان کال کې نهه پراخ بریدونه کړي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش، د طالبانو دغه اعلامیه یوازې تبلیغات بللي دي او روښانه کړې يې ده چې همدا اوس هم د ملي اردو اډې تر کابل ښار دباندي دي. هغه زیاته کړې ده: «د دوی تبلغات یوازې د خلکو د رواني امنیت د خرابولو له پاره دي او غواړي چې د خلکو پام جلب کړي او پرته له تبلیغاتو بل هیڅ هم نه دي.»

په روان کال کې د طالبانو درو او داعش شپږو بردونو په کابل کې ۲۸۸ کسان وژلي او ۵۲۵ نور یې ټپیان کړي دي. د ملګرو ملتونو د کلني رپوټ په حواله تیرکال طالبان په افغانستان کې د ۴۲ سلنه ملکي تلفاتو مسئول ول.

د افغانستان د دفاع وزارت ټینګار کوي چې طالبان نه شي کولای له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې لاس ته راوړنې ولري او له همدې کبله په دغه شان تبلیغاتو باندې لاس پورې کوي. د دفاع وزارت ویاند وویل: «ښه به دا وي چې دوی د حکومت د مصالحې غږ ته مثبت ځواب ووایي که نه نو افغان دفاعي ځواکونه به له خپلو اکمالاتو، کوماندو ځواکونو او هوایي ځواکونو سره خپلو تعرضي عملیاتو ته دوام ورکړي چې په پایله کې به هغوی [طالبان] تلفات وویني او بله پایله به ونه لري.»

طالبان په داسې حال کې دغه اعلامیه خپروي چې تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، دغې ډلې ته د سولې وړاندیز وکړ چې پکښې د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبان پیژندل او پر اساسي قانون باندې بحث هم شامل وو. طالبانو د دغه وړاندیز ځواب د خپل پسرلني عملیاتو په پیلولو سره ورکړ چې په ترڅ کې یې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې پراخ بریدونه وشول.