1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

«طالبانو په هلمند کې پر قول اردو ډله ایز برید کړی»

۱۳۹۷ اسفند ۱۰, جمعه

افغان چارواکو ویلي دي چې طالب جنګیالیو د پنجشنبې په ورځ ناوخته په هلمند ولایت کې د پوځ پر یوې قرارګاه ډله ایز برید کړی دی. په دې پوځي مرکز کې پر افغان پوځیانو سربیره یو شمیر امریکايي عسکر هم میشت دي.

https://p.dw.com/p/3EHy4
Afghanistan Talibanangriff in Lashkar Gah
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.انځور: picture-alliance /AP Photo/A. Khaiq

د آلمان خبري آژانس د راپور له مخي، افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فبروري میاشتې ۲۸ نیټه) ويلي دي چې یو شمیر طالب جنګیاليو په هلمند کې د پوځ پر سترې قرارګاه ډله ایز برید کړی دی. زیاته شوې ده چې په دې پوځي اډه کې د ډيرو افغان سرتیرو تر څنګ امریکايي عسکر او سلاکاران هم میشت دي.

د هلمند د والي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې پر دغې پوځي قرارګاه باندې د طالبانو برید پر شا تمبول شوی دی. په اعلامیه کې راغلي دي چې درې ځانمرګي بریدګر او شپږ وسله وال په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.

بل لوري ته د طالبانو یوه ویاند قاري محمد یوسف احمدي بیا د ټویټر په يوه پیغام کې ادعا کړې ده چې د دوی ځيني بریدګر د پوځ قرارګاه ته داخل شوي دي. هغه ويلي دي چې تر برید لس ساعته وروسته هم جګړه ادامه لري.

تر اوسه پورې د افغان امنیتي سرتیرو د تلفاتو او بریدګرو د شمیر په هکله رسمي شمیرې او معلومات نه دي خپاره شوي.