1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په هلمند کي ۲۰ کسان په عام محضر کي په دورو وهلي

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبه

طالبانو ويلي دي چې په هلمند کي يې ۲۰ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور په دورو وهلي دي. دوی ويلي دي چي دغه کسان د غلا، شکونې، فریب او زنا په جرمونو نيول سوي ول.

https://p.dw.com/p/4KvS8
Afghanistan | Brand in einem Einkaufszentrum in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوری رسنیو ته په لیږل سوې یوه ویناپاڼه کې راغلي دي: «دغه ۲۰ کسان چي د هلمند د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي د غلا او د نامحرمه ښځو سره د نامشروع اړیکو په جرم په دورو وهل کېږي.»

دوی ويلي دي چي یادو۲۰ کسانو ته د پنځه ۳۵ څخه تر ۳۹ پوري د دورو وهلو شرعي تعزیري سزاګانې ورکړل سوې دي.

د هلمند یو اوسېدونکی چي خپل نوم عبدالله معرفي کړی، دویچه ویله ته وویل: »طالبانو په لښکرګاه ښار کې زرګونه کسان په کرزي لوبغالې کې راټول کړل او وروسته یې ۲۰ کسان راویستل او هغوی یې په دورو ووهل.«

قصاص او په درو وهل، افغانستان ته د طالبانو د پخوانیو سزاګانو راګرځېدل

له بل لوري په هلمند کې د طالبانو اداري له لوري په یوه خپاره سوي ږغیږ پیغام کې چې د رسنیو له لوری هم خپورسوی، خلکو ته ویل سوی چې د سزاګانو د ورکړي پرمهال باید ټول خلک کرزی لوبغالې ته ورسې.

Afghanistan | Taliban Kämpfer
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

دوی په دې پیغام کې خلکو ته ویلي ول چي له خپلو ځانونو سره به مبایل تلیفونونه نه راوړي او که له کوم کس څخه ونیول سې هغوي ته به سخته سزا ورکړي.

له تیرو دوو میاشتو راهیسې طالبانو د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د بیلابیلو جرمونو په تور ځينو کسانو ته چې ښځي هم پکې شامل دي تعزیري سزاوي ورکړي دي.

د تيرکال په اګست مياشت کي چي طالبان بيا پر افغانستان واکمن سول، ويل يې چي د خپلي لومړی دورې په شان به عمل و نه کړي، خو اوس داسي ښکاري چي دوی دي خپلي ژمني ماتي کړي وي.

د طالبانو د مشر د «حدود او قصاص» د حکم په اړه غبرګونونه

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او ځينو بنسټونو د طالبانو له خوا په عام محضر کې د ښځو او نارینه وو په دورو وهلو ته سخت غبرګونونه هم ښودلي دي.