طالبانو په فراه کې یو دولتي کارکوونکی چې خبریال هم وو، وژلی
۱۳۹۷ دی ۱۹, چهارشنبهوژل شوی کس جاوید نوري نومید چې مړی یې د پنجشنبې په ورځ د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی. طالبانو په یوې بیانیه کې ویلي دي چې دغه کس د شنبې په ورځ وژل شوی دی.
طالبان او په افغانستان کې فعالې نورې یاغي ډولې وخت نا وخت پر خبریالانو باندې بریدونه کوي. د بې سرحده خبریالانو په حواله یوازې په ۲۰۱۸م کال کې ۱۵ افغان خبریالان په بیلابیلو امنیتي پیښو کې وژل شوي دي.
د فراه والي شعیت ثابت، ویلي دي چې نوري او۳۰ تنه نور کسان د دې ولایت په یوه لیري پرته سیمه کې له یوه سرویس موټر څخه برمته شوي ول. هغه زیاته کړې ده: «هغه دولتي کارکوونکی وو او په عین حال کې یې له یوې ځایي راډیو سره د خبریال په توګه ضمني کار کاوه.»
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې نوري ځکه وژل شوی دی چې د «امریکا تر ملاتړ لاندي د کابل حکومت له پاره یې کار کاوه». مجاهد زیاته کړې ده چې طالبانو له دې سرویس څخه همداراز ۱۳ دولت پلوه د ملیشو غړي د جاسوسي په تور نیولي دي.