1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په خوست کې د څلورو رسنیو مشران ولې له ځان سره ساتلي؟

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

په خوست کې ځایي خبریالان وایي، چې په دې ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې د څلورو ځایي رسنیو مشران ورغوښتي او د تیرې ورځې راهیسې له هغوی سره دي.

https://p.dw.com/p/4R5CM
Afghanistan Taliban Medien
انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

په خوست کې یوه خبریال چې د راډیو مشر یې په نیول شويو کسانو کې شامل دی، د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته ووویل، چې د امرباالمعروف ریاست د خوست څلورو ځایي رسنیو مشران لومړی په یوه غونډه کې د گډون له پاره ورغوښتي ول او وروسته یې له ځان سره بندیان کړي دي.

نوموړی وویل: «د خوست غرغښت تلویزیون مشر سخي سرور میاخیل، د زرغون تلویزیون او ولس غږ راډیو د نشراتو مدیر محمدالدین شاه خیالي، د چنار راډیو د نشراتو مدیر پامیر اندېش او د نن ایف ایم راډیو د نشراتو مدیر عبدالرحمن اشنا، تېره ورځ د امرباالمعروف ریاست د غونډې په نوم ورغوښتي دي، چې اوس یې له ځان سره کینولي او تیلفونونه یې قيد کړل شوي دي.»

اړوند مطلب: د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان دې څلور زنداني خبریالان خوشي کړي

دغه خبریال زیاتوي، چې دوی ته د خپل مشر سره د لیدنې اجازه نه ده ورکړل شوي: «موږ غوښتل چې خپل مشر سره ملاقات وکړو، خو موږ ته یې اجازه را نه کړه او راته وویل شول، چې بیا دلته شاوخوا ته هم رانشئ.»

طالبانو ولې پر رسنیو محدودیتونه وضع کړي؟

د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت هم مني، چې په خوست کې یې د څلورو رسنیو مشران ورغوښتي دي.

د طالبانو د حکومت د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر دویچه ویله ته وویل، چې په خوست کې د تېر څو میاشتو راهیسې له رسنیو سره په جنجال کې دي، چې د ده په خبره هڅه یې وکړه، تر څو « رسنۍ اصلاح کړي» خو په وینا یې د خوست ځینو رسنیو له اسلامي اصولو سرغړونې ته دوام ورکړی دی.

اړوند مطلب: افغانستان: د طالبانو په راتګ سره لسګونه رسنۍ بندې شوي دي

مهاجر وایي، چې د څلورو رسنیو مشران یې د یوه سیمینار لپاره ورغوښتي، تر څو هغوی ته ورزده کړي، چې د « اسلامي اصولو» سره سمې خپرونې وکړي.

نوموړي وویل: «د ولس غږ راډیو، د نن راډیو د غرغښت او چنا راډیو مشران تېره ورځ روزنیز سمینار ته راوستل شوي، تر څو ور زده کړل شي، چې څنګه په اسلامي اصولو برابر نشرات وکړي. دوی د اسلامي اصولو خلاف نشرات کول.»

د دویچه ویله د دې پوښتنې په ځواب کې چې سمینار د ورځې ترسره کیږي، نو ولې هغوی د شپې هم ساتل شوي، عاکف مهاجر وویل: « دوی ته درې وخته درس ورکول کیږي، سهار، د ماسپېښن وروسته او له ماښام وروسته. هڅه کوو چې دا سیمینار ژر پای ته ورسیږي.»

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر عبدالقدیم ویاړ وایي، دوی په خوست کې د طالبانو له لورې د خبریالانو د ورغوښتو خبر ترلاسه کړی، خو په وینا يې طالبانو ورته ویلي، چې دوی یې د سمینار لپاره ورغوښتي دي.

ویاړ وایي، دا خبریالان دې ژر ازاد کړل شي: «موږ په خبرو کې یو. که په دوی کوم جرم یا څه مسله وي، نو هغوی [طالبان] دې هغه د خبریالانو ځایي ټولنو سره حل کړي. دا خبریالان باید ازاد شي.»

اړوند مطلب: د مطبوعاتو آزادي

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال طالبانو په سیمه ییزو رسنیو نوي محدودیتونه وضع کړل او د دغه ډلې د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په تلویزیونونو او راډیوګانو کې د موسیقۍ په نشرولو کلک بندیز ولګوه.

وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې طالبانو واک ترلاسه کړ، په افغانستان کې د رسنیو او بیان ازادي محدوده شوې ده. طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په رسنیو سخت محدودیتونه وضع کړي او په لسگونو خبريالان یې نيولي دي.