1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبانو په تخار کې ګڼ شمیر حکومت پلوه ملیشې وژلي دي

۱۳۹۸ دی ۸, یکشنبه

د تخار ولایت ځايي چارواکي وايي چې د شپې پرمهال د طالبانو په یوه برید کې د ملیشه ځواکونو لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي دي. دغه برید د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په لاله ګذر سیمه کې رامنځته شوی دی.

https://p.dw.com/p/3VSD6
Karte Afghanistan Provinz Takhar Englisch
انځور: DW

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۲۹مه نیټه) د تخار ولایت ځايي چارواکو وویل چې د دې ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د طالبانو د شپې پرمهال په یوه برید کې د ملیشو لږ تر لږه ۱۷ غړي وژل شوي دي. د تخار ولایت د والي ویاند محمد جواد هجري او د ولایتي شورا غړي روح الله رووفي وویل چې د شپې پرمهال وسلوالو طالبانو د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په لاله ګذر سیمه کې د ملیشو پر یوه قرارګاه باندې برید کړې چې پر وژل شویو عسکرو سربیره په دې پیښه کې څلور تنه نور سرتیري ټپیان شوي هم دي.

د ځايي چارواکو په خبره په دغه قرارګاه کې د طالبانو ضد، ملک احمد تاتار په مشرۍ ګڼ شمیر ملیشه ځواکونه پراته وو. د والي ویاند هجري ویلي چې سیمه اوس د حکومتي ځواکونو په کنترول کې ده.

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: picture-alliance/dpa

بل لوري ته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی جنګیالیو په دې پیښه کې ۲۱ تنه ملیشه ځواکونه وژلي او د دوی وسلې او مهمات یې هم نیولي دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د شنبې په ورځ په جنوبي هلمند ولایت کې هم د طالبانو په یوه برید کې د امنیتي ځواکونو لس تنه سرتیري وژل شوي وو.

د طالبانو دغه وروستي بریدونه داسې مهال کیږي چې امریکا متحده ایالات او طالبان د افغان سولې په برخه کې یوه توافق ته نیږدې شوي دي. واشنګټن او کابل هیله لري چې تر هر راز یوه تړون څخه وړاندې باید طالبان له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او اوربند ته غاړه کیږدي.