1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په تخار کې د يوه ځايي قوماندان ۹ کسان وژلي

۱۳۹۹ شهریور ۱, شنبه

طالبانو د تخار په خواجه بهاالدين ولسوالۍ کې د يوه ځایی قوماندان ۹ کسان وژلي دي. د تخار امنيه قومانداني وايي چې دوه شپې مخکې هم طالبانو د دغه قوماندان ۱۳ کسان وژلي وو.

https://p.dw.com/p/3hLKs
Afghanistan Tachar-Provinz Bombenanschlag bei Wahlkampfveranstaltung
انځور: Getty Images/AFP/N. Sadeq

د تخار ولایت امنیه قومندانۍ وايي چې وژل شوي افراد، د ملک احمد تاتار په نوم د يوه پخواني ځايي وسله وال قوماندان افراد دي.

د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند، خلیل احمد اسير، د شنبې په ورځ (د اګست ۲۲مه) دويچه ويله ته وويل چې طالبانو تيره شپه ۱۲ بجې يو ځل بيا د خواجه بهاالدين ولسوالۍ په لاله ګذر کلي کې د ياد قوماندان پر افرادو حمله وکړه.

هغه زیاته کړه: «د دغې یو ساعته جګړې په نتيجه کې د ملک احمد تاتار نهه تنه افراد وژل شوي او يو تن يې ټپي دی.»

د اسير په خبره، طالبانو تر دې دوه ورځې مخکې هم د تاتار پر افرادو حمله کړې وه چې په نتيجه کې يې د دغه قوماندان ۱۳ تنه افراد يې وژلي او ۴ تنه يې ټپيان کړي ول.

Afghanistan Kampf gegen Taliban Mohammad Nabi
د افغانستان په شمال کې د جګړې يو انځور، آرشيفانځور: DW/M. Wafayee

اسير د دغه ځايي قوماندان په اړه وويل: «ملک احمد تاتار په تخار کې يو پخوانی وسله وال قوماندان دی چې مسلح افراد او قرارګاوې لري او ځینې افراد يې د ولسي پاڅون کونکو په چوکاټ کې د طالبانو پر ضد جګړه کوي.»

د اسير په وینا، د ملک احمد تاتار ورور رشيد تاتار په تخار کې يو پخوانی نامتو وسله وال قوماندان وو چې د هغه جبهه او وسلوال افراد اوس ده ته پاتي دي.

هغه زياته کړه چې د تيرې شپې جګړې پر مهال طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو زياته ېې کړه چې د کره شميرې په اړه يې معلومات په لاس کې نشته.

بل لور ته د کندز ولايت د امنيه قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري، خبريالانو ته ويلي دي چې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د يو توغندي سرګلوله چاودلې چې يو طالب يې وژلی او یو بل سخت ټپي دی.

اکبري وايي چې دغه پيښه د دشت ارچي ولسوالۍ په ملاقلي کلي کې رامنځ ته شوې ده.

وسله وال طالبان په تخار او کندز ولایتونو کې فعال دي او وخت ناوخت پر افغان امنيتي ځواکونو باندې بریدونه کوي.

م.ک.ص./م.ن.ص.