1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په بهر کې له اپوزيسيون سره د اړيکو کميسيون تشکيل کړ

۱۴۰۱ خرداد ۱, یکشنبه

د طالبانو مشر هبت الله آخندزاده داسې کميسيون جوړ کړی دی څو د هېواد په دننه او بهر کې له سياسي او پوځي مخالفينو سره اړيکې ونيول شي. دغه اعلان يو څو ورځې وروسته له دې کيږي چې په ترکيه کې د طالبانو ضد يوه شورا جوړه شوه.

https://p.dw.com/p/4Bgs3
Afghanistan Taliban-Vertreter führen in Doha Gespräche mit US-amerikanischen und europäischen Delegierten
د طالبانو د اړيکو کميسيون مشر غړی، شهاب لدين دلاورانځور: Stringer/REUTERS

د طالبانو د کليدي وزيرانو په مشرۍ دغه ډله »له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسيون« نوميږي چې د شنبې په ورځ رسماً په کابل کې رامنځ ته شوه. دغه اعلان يو څو ورځې وروسته له دې وشو چې په لسګونو پخواني افغان جنګسالارانو او په تعبيد کې مېشتو سياستوالو د ترکيې په انقره کې د طالبانو ضد يو ائيتلاف جوړ او پر سخت دريځو طالبانو يې غږ وکړ چې ورسره خبرې پيل يا د کورنۍ جګړې د پيلېدو خطر ومني.

د طالبانو د اړيکو د کميسيون مشر، شهاب الدين دلاور، د انقرې غونډه نا اغېزمنه وبلله او ويې ويل چې د خبرو اړتيا نه ليدل کيږي ځکه چې طالبانو د هغه په خبره سوله راوستې او عمومي عفوه اعلان کړې ده.

دلاور دا هم وويل چې نوی کميسيون به افغانستان ته د تبعيد شوو سياستوالو او پوځي »شخصیتونو« د ستنېدو چاره آسانوي. خو هر هغه څوک چې په هېواد کې پاتې شوي دي، د طالبانو تر څارنې لاندې قرار لري. په دې وروستيو کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ته اجازه ورنه کړل شوه چې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

سربیره پر دې د سیمې د هیوادونو په شمول هيڅ کوم هېواد په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی او په ورته وخت کې د هېواد اقتصادي او امنيتي حالت په خرابېدو دی. سختدريځو په افغانستان کې بشري حقونه محدود کړي او د ناراضه کسانو وژنې او خپلسرې نيونې هم دوام لري. طالب ځواکونه د احمد مسعود په مشرۍ په پنجشير او اندراب کې د ملي مقاومت ډلې له بريدونو سره مخامخ دي. د اسلامي دولت يا داعش په نوم ډلې هم په وار وار د ملکي وګړو او طالب امنيتي ځواکونو پر ضد د بريدونو مسئوليت منلی دی. 

ن.ص./خ.ح. (dpa)