1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په بادغیس کې د ګازو یوه کان د کشف خبر ورکړی

۱۴۰۱ آبان ۵, پنجشنبه

په بادغیس کې د طالبانو ځایي مسؤلینو په دغه ولایت کې د مایع ګازو د یوه کان د موندنې خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4IkHd
Flamme an einem Gasherd
انځور: Thomas Imo/photothek/IMAGO

د باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت لري، په خپل ټویټر د دغه کان یوه ویډیو نشر کړې ده. دغه کان د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ د »تنګی بزبان« په سیمه کې موقعیت لري. 
دغه خبري آژانس د بادغیس ولایت د طالبانو د کانونو رئیس قاري شمس الدین نظامي له قوله ویلي، چې د کانونو او پترولیم وزارت انجینرانو د دغه کان د لومړنۍ ارزونې لپاره دغه ولایت ته سفر کړی دی.