1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په اندونیزیا کې له چا سره لیدلي دي؟

مسعود جهش
۱۳۹۸ مرداد ۷, دوشنبه

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی چې مشري يې ملا عبدالغني برادر، کوي د اندونیزیا هیواد ته تللي او هلته یې د دې هیواد د ولسمشر د لومړي مرستیال په ګډون له یو شمیر چارواکو سره لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/3MuVJ
Russland Moskau Afghanistan-Gespräche Mullah Baradar Taliban
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/S. Fadeichev

په داسې حال کې چې په افغانستان کې دننه د سولې بحثونه تر بل هر وخت تاوده دي، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم خپل بهرنيو سفرونو ته زور ورکړی دی. تر دې مخکې د دې ډلي غړو د روسیې په ګډون یو شمیر هیوادونو ته سفرونه لرل.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین، چې په خپل هم اندونیزیا ته د تلونکي پلاوي غړی دی، دویچه ویله ته وویل: «د افغانستان د اسلامي امارت یو پلاوي چې مشري یې ملا صاحب برادر کوي د اندوزیا اسلامي هیواد ته سفر کړی دی.»

طالبان «د اسلامي امارت» عبارت د خپلې ډلې د نوم په توګه کاروي. د شاهین په حواله په دې پلاوي کې د ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو د سیاسي دفتر اته غړي شامل دي. هغه زیاته کړه: «دغه پلاوي تر اوسه پورې د اندونیزیا د ولسمشر له مرستیال او نورو چارواکو سره لیدلي دي.»

شاهین په دې اړه معلومات ور نه کړل چې په هغو نورو چارواکو کې چې د طالبانو له استازو سره یې لیدلي دي، کوم کسان شامل دي، خو هغه روښانه کړه چې بحثونه د افغانستان د جګړه د پای ته رسولو په اړه ول: «پلاوي [له اندونیزیایي چارواکو سره] له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له سوله ایزې لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې او د نظر تبادله کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا استازي له میاشتو راهیسې په خبرو اترو سره بوخت دي چې یوه توافق ته ورسیږي. افغان حکومت لا تر اوسه پورې په دې خبرو کې مستقیمه ونډه نه لري او طالبان ورسره له خبرو ډډه کوي.

تر دې مخکې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، هم پر خپلې تویتر ټولنیزې پاڼې باندې د هغو آوازو په اړه وضاحت ورکړی وو چې ګواکې ژر د طالبانو او افغانانو تر منځ مخامخ خبرې پیلیږي.

هغه د شنبې په ورځ لیکلي ول: «په کابل کې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه ډیرې خبرې کیږي. د وضاحت له پاره، دغه خبرې هغه وخت ترسره کیږي چې موږ [له طالبانو سره] خپل موافقه نهایي کړو.»

د خلیلزاد په خبره تر هغه وروسته به بیا بین الافغاني خبرې چې پکې د حکومت لوړپوړي چارواکي، د کلیدي سیاسي ګوندونو استازي، مدني ټولنې او ښځو استازې موجودې وي، ترسره شي.