1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په افغانستان د دويچه ويله تلویزيوني خپرونې بندې کړي

۱۴۰۱ فروردین ۸, دوشنبه

طالبانو په افغانستان کې د دويچه ويله پر پښتو او دري تلویزيوني خپرونو بندیز لګولی دی. د بي بي سي او امريکا غږ پر خپرونو هم بندیز لګول شوی دی. د دويچه ویل عمومي مشر په افغانستان کې د بيان د آزادۍ وضعيت خواشينونکی بللی دی.

https://p.dw.com/p/497Rg
Symbolbild Deutsche Welle Logo
انځور: Marius Becker/dpa/picture alliance

د دويچه ويلې علمي خپرونې چې په پښتو او دري ژبو د «پوهې» او «پژوهش» په نوم د پنجشنبې او جمعې په ورځ د شمشاد او آريانا تلویزيونونو څخه نشريدلې، بندې شوي دي. په دې خپرونه کې د علم او پوهې، هنر، چاپيريال ساتنې، کلتور او هنر څخه په زړه پورې موضوعات شامل ول.

همدا راز د «آشتي» او «پخلاينې» په نوم خپرونې هم په دري او پښتو ژبو په ټولنیزو رسنيو کې په ژوندۍ بڼه او همدا راز د شنبې په شپه د طلوع تلویزين له لارې بيا نشریدلې. په دې خپرونو کې پر مهمو مسايلو د بحث له پاره تل طالبان چارواکي هم رابلل کيدل.

طالب چارواکو په دې وروستيو کې امر کړی دی چې هغه خپرونې چې د افغانستان څخه د باندې موقعيت لرونکو رسنيو له خوا توليديږي، د داخلي رسنيو له لارې نور د خپريدو اجازه نه لري. د دويچه ويله پښتو او دري خبرونې هم اغیزمنې شوي دي او تر نامعلومې مودې به د داخلي تلویزيونونو له لارې نه نشريږي. 

د دويچه ويله عمومي مشر پيتر ليمبورګ په دې تړاو په خپل پېغام کې ويلي: «په افغانستان کې د مطبوعاتو او بيان پر آزادۍ مخ پر زياتيدونکو محدوديتونو د انديښنې وړ دي.»

نوموړي زياته کړې: «له هغه وخت راهيسې چې طالبان يو ځل بيا واک ته رسېدلي، د افغانستان خلک د خپل ژوند د شرائطو ښه والي او يا لږ تر لږه عادي حالت ته ور ګرځيدو ته سترګې په لار ول.»

پيتر ليمبورګ په بشري ټولنو کې د بيان د آزادۍ اهميت ته په کتو سره وويل: «دا چې اوس طالبان د افغان رسنيو له لارې د دويچه ویلې د خپرونو نشريدل منع کوي، په دې معنا دی چې هغوی په افغانستان کې د مثبت پرمختګ مخه نيسي. آزادۍ رسني د دې کار له پاره اړيني دي. موږ به له هرې لارې چارې کار واخلو وتوانيږو د انترنت او ټولنیزو رسنيو له لارې د افغانستان خلکو ته مستقل اطلاعات ورسوو.»

د دويچه ويله يا آلمان غږ پښتو او دري خپرونې له تېرو څو کلونو راهيسې د شمشاد او آريانا تلویزيونو له لارې خپريدلې چې د مارچ تر ۲۵ مې نټې وروسته دغه شبکې د دويچه ويله د خپرونو د نشرولو اجازه لري. دويچه ويله څه موده وړاندې له طلوع تلویزيون سره همکاري پېل کړې وه.

Afghanistan Kabul | Kontrollraum Tolo News
انځور: Adrien Vautier/Le Pictorium/MAXPPP/picture alliance

د بي بي سي تلویزيوني خپرونې هم بندې شوي دي

په همدې حال کې د بي بي سي نړيوالې خبري شبکې هم د يکشنبې په ورځ خبرورکړی دی چې دی د پښتو، فارسي او ازبکي ژبو تلویزيوني خپرونې یې له تېرو څو ورځو راهيسې نه دي نشر شوي.

دغه خپرونې تر هغه وروسته بندې شوي دي چې طالبانو د بي سي سي شريکانو شمشاد، آريانا او آرزو تلویزيونو ته لارښوونه کړې ده چې د نړيوالو شبکو خپرونې دې نه خپروي.

په عين وخت کې د موبي ګروپ رسنيزې ډلې د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې د يکشنبې په ورځ یې د طالبانو د استخباراتو له خوا تر لارښوونې وروسته د امريکا غږ تلویزيوني خپرونې هم بندې کړي دي.

تر دې د مخه د طالبانو د کلتور وزارت وياند عبدالحق حماد د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې تائيد کړې وه چې له دغه کانال څخه د امريکا غږ تلویزيوني خپرونه بنده شوې خو راډيويي خبرونه به یې دوام پيدا کړي او د بندولو په اړه یې کومه پريکړه نه ده شوې.

طالب چارواکو ويلي دي چې په کلتوري او سياسي توګه د امريکا غږ تلویزيوني خپرونه د طالبانو د حکومت د تګلارو سره په ټکر کې ده.

طالبانو په دې وروستیو کې د رسنيو کارکوونکي چې د طلوع نيوز درې تنه کارکوونکي هم پکې شامل ول، د لنډې مودې له پاره نيولي ول. تر دمخه دغه تلویزيون ته لارښوونه شوې وه چې بهرني سيريالونه دې نه نشروي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، يو شمير افغان ژورناليستانو خپل هېواد پرېښې دی او ډېر شمیر سيمه ایزې رسنۍ په ځانګړي توګه د اقتصادي مشکلاتو له کبله تړل شوي دي.

اوس ډېر ژورناليستان چې لا په افغانستان کې دي ځانونه آزاد نه احساسوي او په ويره کې ژوند کوي. ډېر ژورناليستان د خپل کار له وجې زنداني شوي او يا هم شکنجه شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (dpa)