1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديافغانستان

طالبانو په افغانستان کې د دوو نړیوالو رسنیو نشرات بند کړي

۱۴۰۱ آذر ۱۰, پنجشنبه

رپوټونه وايي چې طالبانو د امریکا غږ او آزادۍ راډیو ايف ام نشرات بند کړي دي. طالبانو ادعا کړې ده چې دغه رسنۍ د افغانستان د مطبوعاتو قوانینو ته پابنده نه وې، ځکه تړل شوي. یادو رسنیو هم د خپلو نشراتو بندېدل تائيد کړي دي.

https://p.dw.com/p/4KKGq
Hauptsitz von Radio Free Europe in Prag
انځور: picture-alliance/dpa/M.Kamaryt

امريکا غږ وايي، طالبانو ويلي دي چې دوی د دغو رسنيو «د پروګرامونو د محتواو په هکله شکایتونه ترلاسه کړي» خو په دې هکله ېې نور جزئیات نه دي ورکړي.  

د امریکا غږ او آزادۍ راډيو مالی ملاتړ امریکا متحده ایالات کوي، خو سره له دې دغه رسنۍ ادعا کوي چې خپلواکې دي. امريکا غږ پښتو، پر ټويټر ليکلي دي: «طالبانو په افغانستان کې د امریکا غږ خپرونې بندې کړي» دي.

دغې رسنۍ زياته کړې ده چې امریکا غږ به له دې وروسته خپلې «پښتو او دري خپرونې له افغانستان څخه باندې د ۹۷۲ کیلوهرتز په څپو کې خپروي.» د امريکا غږ په حواله دغې رسنۍ د طالبانو تر دغه اعلان پورې په افغانستان کې «د ورځې ۱۲ ساعته خپرونې لرلې چې شپږ ساعته ېې پښتو او شپږ ساعته ېې درې وې.»

نوموړي رسنۍ ويلي دي چې په افغانستان کې د دوی خپرونې د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت د لارښوونې له مخې د ډسمبر مياشتۍ له لومړۍ نيټې څخه بندېږي.

آزادۍ راډيو هم پر خپله ويب پاڼه ليکلي دي چې «طالبانو د 'آزادۍ راډيو' او 'امریکا غږ اشنا راډیو'» اف ام نشرات بند کړل.په افغانستان کې ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي

د طالبانو د خارجه وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، د پنجشنبې په ورځ اسوشتید پریس ته وويل چې افغانستان خپل د مطبوعاتو قوانین لري او هره رسنۍ چې له دغو قوانیو په «تکرار سره سرغړونه» وکړي د فعاليت جواز ېې ورڅخه اخیستل کيږي.

امریکا غز او ازادۍ رادیو ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د دوی رادیويي نشرات بند کړي دي.
امریکا غز او ازادۍ رادیو ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د دوی رادیويي نشرات بند کړي دي. انځور: picture-alliance/dpa/S. Koszticsak

بلخي زياته کړې: «امريکا غږ او آزادۍ راډيو دغو قوانينو ته پابنده نه ول او په تکرار سره د سرغړونکو په توګه وپېژندل شوې او ونه تاوانېدې چې خپل مسلکي توب وښيي، ځکه خو وتړل شوې.»په افغانستان کې د مطبوعاتو آزادي سخته محدوده شوې ده

طالبان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته رسيدلي له هغه وخت راهيسې ېې پر مطبوعاتو او نورو ټولنیزو فعالیتونو له هغې ډلې د ښځو پر آزادیو او مدني فعالیتونو یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي.

د بې پولې خبريالانو ډلې په ورستیو کې وويل چې افغانستان د طالبانو له واکمنيدو راهیسې خپلې ۴۰ سلنه رسنۍ او ۶۰ سلنه خبريالان له لاسه ورکړي دي.

(AP)mks/nz