طالبانو پر مزار شریف ښار باندې حملې پیل کړي
۱۴۰۰ مرداد ۱۸, دوشنبهد طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټويټر ليکلي چې د دوی وسلوالو له څلورو خواوو د مزارشريف پر ښار بریدونه پيل کړي دي. مجاهد ليکلي چې د تازه معلومات ښيي چې «مجاهدین د کوټه برق له استقامت څخه د مزار ښار ته داخل شول.»
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد هم مني چې طالبانو پر مزارشریف ښار باندې حملې پيل کړي دي. هغه دویچه ویله ته وويل: «فعلا په مزارشريف ښار کې جنګ دی او په بيړني پوځي حالت کې راغلی.» فرهاد زیاته کړه: «همدا اوس د مزارشريف سويل او سويل لويديځ کې طالبانو سره مخامخ جګړه روانه ده.» د والي ویاند وویل چې جګړه د امام بقري او کوډ برق په استقامتونه کې ده.
هغه وویل چې د مزارشريف ښار پر آسمان طیارې هم ګرځي، خو هغه په دې اړه چې امنيتي ځواکونه به د طالبانو حملې په شا وتمبوي که نه، وویل چې په دې اړه څه ویل له وخت څخه مخکې خبره ده.
د خطاب په نوم د مزارشريف ښار یو اوسیدونکی هم وايي چې جګړه له تيرې شپې راهيسې د کوډ برق په ساحه کې روانه ده. هغه چې د مزارشريف له ښاره دویچه ویله سره غږیده، وويل: «په ښار کې دننه حالت نورمال دی. خلک په خپلو عادي کارونو بوخت دي، خو انديښنې هم شته چې د کندز او شبرغان پيښې دلته هم تکرار نه شي.»
وسلوالو طالبانو پرون د افغانستان د دوو شمالي ولایتونو، سرپل او کندز مرکزونه او تر هغې يوه ورځ مخکې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان نیولی وو.
مزارشریف د افغانستان په شمال کې پروت تر ټولو ستر سوداګريز ښار دی چې تر کابل وروسته د افغانستان دوهم مهم ښار هم ګڼل کيږي.