1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ولې د اروپایې ټولنې وروستی اعلامیې ته غبرګون وښود؟

۱۳۹۹ خرداد ۱۰, شنبه

اروپايي ټولنې افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړي، خو شرطونه هم لري. دا شرطونه څه او د طالبانو د غبرګون دلایل څه دي؟ جزئيات، له کابل څخه د اسمعيل شاکر په رپوټ کې:

https://p.dw.com/p/3d1te
Russland Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politiker in Moskau
انځور: Reuters/E. Novozhenina

 اروپايي ټولنې د جمعې پر ورځ (د ۲۰۲۰ میلادي کال د می ۲۹مه) بروکسل کې له افغانستانه خپل سیاسي او مالي ملاتړ مشروط کړی.

ددې ټولنې په اعلامیه کې له افغانستانه د اروپايي ټولنې ملاتړ لپاره د اوسني ولسواک نظام د ارزښتونو خوندېتوب او د اسلامي امارت بیا نه راګرځېدل د بنسټيز شرط په توګه مطرح شوی.

د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو ساتنه، د خلکو حقونو ته پاملرنه، دایمي اوربند او ژر تر ژره د افغانانو خپل منځي خبرو پيل افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ملاتړ د دوام  نور شرطونه دي.

د طالبانو غبرګون

خو طالبانو نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د می ۳۰مه) د اروپايي ټولنې ددې اعلامیې پر وړاندې کلک غبرګون وښود.

طالبان وايي چي د افغان سولې له بهیر څخه د اروپايي شورا له ملاتړه هرکلی کوي، خو د وروستۍ اعلامیې ځینې ټکي یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

د طالبانو په ویناپاڼه کې راغلي: «باید ووایو چې له بهر نه تپل شوي نظامونه تل زموږ په هیواد کې د بربادۍ او جګړو سبب ګرځیدلي او افغانانو ته د منلو وړ نه دي. موږ په کراتو پخپلو بیانیو کې  ژمنتیا ښودلې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو، نور هم باید د عدم مداخلې نړیوال اصل په اساس زموږ په کورنیو چارو کې د مداخلې هڅې ونه کړي او نه دې له همدې امله د افغانستان مسئله نوره پیچلې کوي.»

Belgien Brüssel | Symbolbild EU-Verkehrspolitik
طالبانو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ میلادي کال د می ۳۰مه) د اروپايي ټولنې ددې اعلامیې پر وړاندې کلک غبرګون وښودانځور: picture-alliance/dpa/M. Trumpf

طالبان ټینګار کوي چې له امریکا سره په لاسلیک شوي هوکړه لیک کې ددغه هېواد نړېوال متحدین هم ژمن دي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

ویناپاڼه زیاتوي، د راتلونکي نظام په اړه یواځې افغانان په بین الافغاني خبرو کې پریکړه کوي چې دا د هغوی مشروع حق دی.

مهمه پوښتنه داده چې ایا طالبان اوس هم پردې اند دي چې افغانستان ته به بیرته له خپل پخواني نظام (اسلامي امارت) سره راګرځي؟

د طالبانو د وخت لوی څارنوال مولوي جلال الدین شینواري دویچه ویله ته وویل، سره له دې چې بین الافغاني خبرو کې "اسلامي امارت" د طالبانو سره کرښه نه ده، خو دا نظام او له دغه نظام څخه راوتلی حکومت به هیڅکله هم ونه مني: «دې کې شک نشته چې طالبان اوس هم اسلامي امارت غواړي او فکر کوم په دې کې به کوم حرج نه وي، خو د نظام په څرنګوالي به بین الافغاني خبرو کې بحث کیږي او د اروپايي ټولنې د اعلامیي پروړاندې د طالبان دغبرګون دلیل هم همدا دی چې اروپايي ټولنې افغانستان لپاره د نظام بڼه غوره کړې په داسې حال کې چې دا د افغانانو حق دی.»

خو افغان حکومت بیا افغانستان سره د د اروپايي ټولنې د مرستو له دوام هرکلی کړی.

Afghanistan Kabul Präsidentenpalast vor dem Amtseid von Präsident Ashraf Ghani
خو افغان حکومت بیا افغانستان سره د د اروپايي ټولنې د مرستو له دوام هرکلی کړیانځور: Reuters/M. Ismail

د ارګ په یوه اعلامیه کې راغلي: «اروپايي ټولنې د افغانستان له اسلامي جمهوري نظام چې د افغان ملت د خلکو د غوښتنې پر بنسټ رامنځته شوی، ملاتړ کړی.»

ارګ وايي، ناټو چې دا اروپايي ټولنې هېوادونه یې غړیتوب لري له افغان ملي او امنیتي دفاع ځواکونو سره د ګډ امنیت ساتنې برخه کې دوستانه اړیکي لري.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغان حکومت له زندانونو د طالب بندیانو د خوشې کېدو په موخه د طالبانو تخنیکي ډله له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې ده.

رپوټونه وايي، د طالبانو دغه پلاوی افغان چارواکو سره ددې ډلې د پاتې ۳۵۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو پر لارو چارو خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

افغان چارواکي وايي، د طالب زندانیانو د خوشې کېدو لړۍ غځوي خو طالبان د جګړې د دوام لپاره نور هیڅ پلمه نه لري.

د ملي پخلاینې عالي شورا د کار پيل

له دغو څرګندونو سره همهاله د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي پخلایني عالي شورا نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال مۍ ۳۰مه) رسما خپل کار پيل کړ.

غني او عبدالله څه کم دوه اونۍ وړاندې افغان سولې بهیر لپاره د "ملي پخلاینې عالي شورا" په نوم ددغه نوي جوړښت په رامنځته کولو هوکړه کړې.

اسماعیل شاکر – کابل