1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له القاعدې سره د اړيکو درلودو رپوټ رد کړی

۱۴۰۱ خرداد ۹, دوشنبه

طالبانو له القاعدې شبکې سره د اړيکو په هکله د امنيت شورا رپوټ رد کړی دی. د امنيت شورا د څار شورا په خپل راپور کې ويلي چې طالبان له القاعدې سره نزدې اړيکي لري او حتی د القاعدې مشرتابه له طالبانو سره خپل بيعت تازه کړی دی.

https://p.dw.com/p/4C3Cr
Afghanistan Alltag in Kabul
انځور: Ali Khara/REUTERS

د ملګرو ملتونو  د امنيت شورا د څارني ډلي په خپل يوه راپور کي ويلي دي چي په افغانستان کي اوس هم بهرني جنګيالي سته او د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري د طالبانو له مشر سره خپل بیعت تازه کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې رسنیو ته لیږل سوې ده، ویل سوې دي چي «د افغانستان اسلامې امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارني ډلي په دیارلسم راپور کې چې پکې ویل سوی په افغانستان کې بهرنې ډلې شتون او فعالیت لري بې بنسټه بولي او په کلکو ټکو یې ردوي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایې: «د طالبانو له بیا راتګ سره نړۍ او سیمې ته له افغانستان څخه د هرډول ضرر پیښیدو مخه نیول سوي ده.«

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په راپور کي راغلي دي چي له څو هيوادونو څخه د القاعدې شبکې په سونو غړي افغانستان ته ننوتلي دي. دغه راپور چي په ځينو رسنيو کي خپور سوی دی پکښې راغلي دي چي طالبان اوس هم له القاعدې سره نژدې اړيکي لري او د القاعدې ډلې مشر ايمن الظواهري د طالبانو له مشر سره خپل بیعت تازه کړی دی.

په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ د اوربند موافقه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په مشري ترسره سوه. افغان طالبان وتوانيدل چي د دوی په منځګړيتوب د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ یو اوربند لاسلیک سي.

خو په لندن کې پخوانې افغان ډیپلوماټ او د سیاسي چارو شنونکې عزیز معارج وايي چي دی فکر نه کوي چي افغانستان ته دي بيا د القاعدې غړي رسېدلي وي ځکه په خبره يې امريکا اوس هم د افغانستان پر هوايي حريم کنترول لري. د هغه په خبره په افغانستان کي اوس يوازي د داعش خراسان څانګه فعاله ده.