1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو «عمومي عفوه» اعلان کړه

۱۴۰۰ مرداد ۲۶, سه‌شنبه

طالبانو د سه شنبې په ورځ ټولو حکومتي کارکوونکو ته عمومي عفوه اعلان کړه او له هغوی يې غوښتي چې خپلو دندو او کارونو ته وګرځي.

https://p.dw.com/p/3z4D6
Afghanistan | Taliban | Hamid Karzai International Airport in Kabul
انځور: REUTERS

طالبانو دغه اعلان د کابل تر نیولو دوه ورځې وروسته کړی. طالبانو پلازمینه کابل په وروستیو اونیو کې د خپلو چټکو پرمختګونو په ادامې د اګست په ۱۵مه ونیوه.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، طالبانو له خوا په یوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي: «د ټولو له پاره یوه عمومي عفوه اعلان شوې ده...د همدې له پاره خپل ژوند او کارونه په ډاډ سره پيل کړئ.»

خو د دغه اعلان سربيره لا هم خلک په ټوله معنی ډاډه نه دي. په کابل ښار کې یو افغان خبريال چې د خپل نوم له ښودلو يې ډډه وکړه دویچه ویله ته وويل: «سره له دې چې طالبانو عفوې عمومې اعلان کړې، خو بیا هم خلک ډاريږي.» هغه وايي چې دی هم د طالبانو پر دغه اعلان باور نه لري، ځکه په وینا يې که له يوې خوا دوی عمومي عفوې اعلان کړی له بلې خوا عملا د خبریالانو او ځنیو نور کسانو لټون کوي. هغه وویل: «ځينې طالبان د خلکو کورونو ته ورځې، دروازې ورټکوي، د هغوی پوښتنه کوي او کورونه یې تلاشي کوي.»

دغه خبریال وويل چې د هغه په نظر دغه عفوه کیدای شي د خلکو له پاره يو «دام» وي تر څو طالبان خلک ډاډمن کړي او بیا يې په نتيجه کې هغه افراد چې د دوی موخه وي ونیسي، له همدې کبله «خلک اوس هم شک کوي او هر څوک له کوره نه وځي.»

Afghanistan | Taliban | Hamid Karzai International Airport in Kabul
انځور: REUTERS

د کندز ولایت په مرکز کې يوه ښځينه خبریاله چې اوس په کور ناسته ده، هم ورته نظر لري. هغه هم چې نه غواړي چې نوم ېې واخیستل شي دویچه ويله ته وويل: «یو ضرب المثل دی چې د ډهل غږ له لرې نه ښه اوریدل کیږي...که تاسو له نژدې راشئ وګورئ حتي نجونې د دې جرائت نه شي کولای چې له خپلو کورونو ووځي.»

خو عادي افغانان لکه دوکانداران او کسبه کاران بیا راضي دي. د کابل ښار يو هټيوال محمد اکبر مومند دویچه ويله ته وويل: «په کابل کې امنیت ډير ښه دی، طالبان هيڅ چا پورې کار نه لري.»

خو مومند وویل چې ځينې کسان د طالبانو په نوم د خلکو کورونو ته ورځي د هغوی موټر اخلی او خلک زوروي، خو دوی «غله او کيسه بران دي، دا اصلي طالبان نه دي.»

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد لا تیره ورځ پر ټويټر خلکو ته د امن ډاډ ورکړی وو: «کابل ښار وضعیت نورمال دی... هیوادوال دې ډاډه اوسئ.»

د افغانستان پخواني ولسشمر حامد کرزي پرون د داکتر عبدالله سره په یو ګډ ویډيو پيغام کې وويل چې دوی دواړه او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتیار د وضعیت د ښه کيدو له پاره هڅې کوي. هغه په دغې ويډيو کې وايي: «زموږ هڅې په کابل کې د لا زیاتې آرامتیا په خاطر ادامه لري.» کرزی په دغه ويډیوي پیغام کې زیاتوي چې له طالبانو سره يې هم اړيکې ادامه لري او ګټور مجلسونه لري.