1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديآسیا

طالبانو د کابل په مسجدونو کي ۴۰۰ لاوډ سپیکرونه نصب کړي

۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبه

طالبانو په کابل کي د اذان اوریدلو په خاطر تقریباً ۴۰۰ ګویاوي نصب کړي دي، تر څو خلګ لمانځه ته راوبولي.

https://p.dw.com/p/4JxE3
Afghanistan Kabul | Taliban haben schiitische Moschee geschlossen
انځور: Mohammad Hassan

طالبانو په کابل کي د اذان اوریدلو په خاطر تقریباً ۴۰۰ ګویاوي نصب کړي دي، تر څو خلګ لمانځه ته راوبولي. د امر بالمعروف وزارت نن چهارشنبه په یوه تویت کي لیکلي دي چي پخوانی حکومت په مسجدونو کي ډیري ګویاوي ایسته کړي وې. ځکه نو خلګو ته د لمونځ کولو وخت نه معلومیدی.

د دغه وزارت د معلوماتو پراساس سربیره پردې په سلهاوو خالي دوکانونه، مغازې او بیکاره ودانۍ یې په مسجدونو باندي تبدیل کړي دي. د محلي رسنیو په حواله د دغه وزارت معاون د کابل په ځینو برخو کي امر کړی دی چي د لمانځه پر وخت دي دوکانونه وتړل سي.