1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د پنجشیر ولایت د نیولو ادعا کړې

۱۴۰۰ شهریور ۱۵, دوشنبه

طالبانو د دوشنبې په ورځ وويل چې د پنجشیر ولایت یې نیولی دی. پنجشیر د کابل شمال ته پروت د افغانستان یوازینی ولایت وو چې تر اوسه د طالبانو د مخالفانو په کنټرول کې وو. خو د «ملي مقاومت جبهه» وايي چې جګړه لا هم ادامه لري.

https://p.dw.com/p/3zxNJ
Taliban Sprecher Zabihullah Mujahid
انځور: Hoshang Hashimi/AFP/Getty Images

اسوشتید پریس له کابله د عيني شاهدانو له قوله چې د نومونو له ښودلو یې ډډه کړې، ليکي چې تیره شپه د طالبانو په زرونو جنګیاليو د پنجشير اته ولسوالۍ تصرف کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې ورځې په سهار پر خپل ټويټر ولیکل چې د پنجشیر ولایت په بشپړه توګه د دوی لاس ته لویدلی دی.

د طالبانو د ویاند دفتر له خوا په دې اړه یوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي: «د پنجشیر شريف ولس او خلکو ته پوره ډاډ ورکوو چې له هغوی سره به هيڅ ډول توپيري چلند نه کیږي.»

خو په عین و خت کې په پنجشیر کې د «ملي مقاومت جبهې» ويلي دي چې جګړه لا هم د پنجشیر په «ستراتيژيکه» سیمه کې ادامه لري.

Afghanistan, Panjshir | Widerstandskämpfer gegen die Taliban
په پنجشیر کې د طالبانو ضد جبهې جنګیاليانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

بل خوا د فرانسې خبري آژانس له کابله لیکي چې د مقاومت جبهې ويلي دي چې دوی لا هم طالبانو پر ضد جنګیږي. دغې جبهې پر ټويټر ليکلي دي: «موږ ډاډه یو چې د افغانستان خلک به د طالبانو او د هغوی د متحدانو پر ضد مبارزې ته تر هغه وخته چې آزادي او عدالت تامين شوی نه وي، ادامه ورکړي.»

طالبانو تیره میاشت د خپلو چټکو پرمختګونو په ادامې د اګست په پنځلسمه پلازمينه کابل هم ونیوه. خو پنجشیر یوازینی ولایت وو چې تر اوسه د طالبانو د مخالفې ډلې په ولکه کې وو. په وروستيو ورځو کې د مفاهمې او خبرو اترو د ناکامیدو وروسته، طالبانو پر دغه ولایت بریدونه پيل کړل.

په پنجشیر کې د طالبانو ضد جبهې مشري، د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود زوی، احمد مسعود او امرالله صالح مخته وړله. تیره ورځ ناوخته دغې جبهې طالبانو سره په جګړه کې د خپل يو وتلي غړي فهیم دشتی د وژلو خبر ورکړ. په ورته وخت کې داسې رپوټونه هم ورکړل شوی چې احمد مسعود وړانديز کړی وو که چیرته طالبان د پنجشیر پر استقامتونو خپله جګړه ودروي، دوی ورسره خبرو ته چمتو دي.

آ/م.ک.ص./ب.ص.