1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د پاکستان په غونډه کې نه ګډون تور لېست عنوان کړی

۱۳۹۷ بهمن ۲۹, دوشنبه

په پام کې وه چې طالبان پاکستان ته سفر وکړي او هلته له امریکایي او پاکستاني چارواکو سره د دوشنبې په ورځ وویني. طالبان وایي چې دغه غونډه يې ځکه ځنډولې ده چې د مرکچي پلاوي د «زیاتره» غړو نومونه يې په تور لېست کې دي.

https://p.dw.com/p/3DZ4c
Russland Vertreter der Taliban in Moskau
انځور: picture-alliance/Sputnik/V. Astapkovich

اسوشیتد پرس خبري آژانس د طالبانو له لوري د خپرې شوې اعلامیې له مخې لیکلي دي چې د مرکچي پلاوي «زیاتره» غړي له دې کبله سفر نه شي کولی چې نومونه یې د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي.

د یکشنبې په ورځ په دغه خپره شوې بیانیه کې په دې هکله نور جزئیات نه دي وړاندي شوي. په اعلامیه کې دا هم نه ده روښانه شوې چې څرنګه تر دې دمخه د طالبانو یو شمیر غړو وکولای شول په متحده عربي آماراتو او قطر کې په غونډو کې برخه واخلي.

طالبان په قطر کې سیاسي دفتر لري او مرکچي پلاوی یي هم هلته استوګن دی. په اسلام آباد کې احتمالي خبرې اترې له دې کبله هم مهمي گڼل کیدې چې دغه هیواد ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سفر سره هم مهاله وي.

د طالبانو په ۱۴ کسیزه مرکچي ډله کې د ګوانتانامو د زندان پخواني پنځه طالب بندیان هم شامل دي. د حقاني شبکې د مشر ځوان ورور انس حقاني چې په کابل کې بندي دی، هم طالبانو د مذاکره کوونکي ډلې د غړي په توګه معرفي کړی دی.