«طالبانو د يوې راډيو مدیر وژلی او یو خبريال يې برمته کړی»
۱۴۰۰ مرداد ۱۸, دوشنبهرويټرز خبري آژانس له کابل څخه د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې وسلوالو کسانو د يکشنبې په ورځ په کابل ښار کې د «پکتیا غږ» راډيو مدیر، طوفان عمري، وژلی دی. ویل شوي چې عمري د «نی» يا د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ډلې غړی هم وو.
د نی مشر، نجيب خلوتګر وويل: «عمري د ناپيژاندو کسانو له خوا وژل شوی دی... هغه د یو خپلواک فکر خاوند سړی وو... موږ په خپلواکه توګه د کار کولو په خاطر په نښه کيږو.»
افغان چارواکو پر عمري باندې د برید پړه پر طالبانو وراچولې ده. په وروستیو کې په افغانستان کې د رسنيو پر کارکوونکو بریدونه ډير شوي دي.
نی تيره مياشت په خپل يوه رپوټ کې ويلي وو چې روان کال په افغانستان کې د وسلوالو ډلو له خوا لږ تر لږه ۳۰ ژورنالیستان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي، ټپيان شوي او يا هم تښتول شوي دي.
په هلمند کې د خبريال برمته کيدل
د هلمند چارواکي وايي چې وسلوالو طالبانو د شنبې په ورځ يو ځايي خبريال، نعمت الله همت په لښکرګاه ښار کې له خپل کور څخه بیولی دی. رويترز ليکي چې همت په لښکرګاه ښار کې د غرغښت خصوصي تلويزيون کې کار کاوه. د دغه تلویزيون مشر، سید رضوان میاخيل وايي چې «اصلا هيڅ معلومات نه شته چې طالبانو همت چیرته بيولی دی... موږ واقعا له یوه بوږنونکي حالت سره مخ يو.»
د طالبانو یوه وياند رويټرز ته ويلي دي چې دوی په کابل کې د وژل شوي او په هلمند کې د برمته شوي خبریال په اړه معلومات نه لري.
د افغان رسنیو یوې ټولنې د امریکا ولسمشر جو بایدن او د امریکا پارلمان څخه په يوه لیک کې افغان ژورنالیستانو او د هغوی ملاتړکونکو ته د امریکا د مهاجرت د ځانګړې ويزې غوښتنه کړې ده.
تیره اوونۍ بریتانيا اعلان وکړ چې دوی به هغه افغان خبریالان انتقال کړي چې د طالبانو له خوا ورته ګواښ متوجه دی.
وسلوال طالبان په وروستيو کې د ډير شمیر ولسواليو تر نيولو وروسته، اوس د ولایتونو د مرکزونو د نیولو په هڅه کې دي. دغې ډلې تر اوسه لږ تر لږه د څلورو ولایتونو مرکزونه نيولي دي. د رپوټونو مطابق، د طالبانو له لورې په نیول شوو سیمو کې ځينې رسنۍ له فعالیته غورځيدلي دي. د مخ په خرابيدونکي امنيتي وضعیت له کبله د افغان خبریالانو انديښنې هم له پخوا ډيرې شوي دي.
رويټرز/م.ک.ص./ب.ص.