1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ملګرو ملتونو اندېښنې او نيوکې رد کړې

۱۴۰۱ خرداد ۷, شنبه

طالبانو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا هغه غږ رد کړی دی چې پر افغان ښځو محدوديتونه دې بېرته واخلي. طالبانو دغه اندېښنې »بې بنسټه« وبللې.

https://p.dw.com/p/4Bz3W
USA | UN Sicherheitsrat
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د رايو په اتفاق سره افغان ښځو ته د خپلو حقونو ورکړه غوښتې دهانځور: UN Photo/Handout via Xinhua/IMAGO

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د می مياشتي ۲۶مه نېټه) د رايو په اتفاق سره داسې پرېکړه ليک تصويب کړ چې پر طالبانو نيوکه کوي ځکه چې پر افغان نجونو او ښځو يې سخت محدوديتونه وضع کړي دي او ښځينه اوس زدکړو، حکومتي دندو او د ګرځېدو آزادۍ ته هم لاسرسی نه لري.

د طالبانو روحاني مشر، هبت الله آخندزاده دا امر هم کړی دی چې ښځې دې د مخ په شمول ځانونه په بشپړه توګه پټ کړي کله چې په عامه محضر کې راڅرګنديږي چې له کبله يې ده د نړيوالو غوسه راپارولې ده. د امنيت شورا ۱۵ غړو هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې »په چټک ډول هغه پاليسۍ او اعمال بېرته واخلي چې دا مهال د افغان ښځو او نجونو بشري حقونه او بنيادي آزادۍ محدودوي.«

بله غوښتنه يې دا وه چې د ښځينه زدکوونکو په وړاندې ښوونځي بېرته پرانيزي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وويل چې حکومت يې د امنيت د شورا اندېښنې »بې بنسټه بولي او يوځل بيا پر خپلې ژمنتيا ټينګار کوي« چې افغاني ښځو ته به د هغوی حقونه ورکړل شي.   

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې ويلي دي چې »دا چې د افغانستان وګړي اکثراً مسلمانان دي، نو افغان حکومت د اسلامي حجاب رعايت د ټولنې له مذهبي او کلتوري کړو وړو سره په همغږۍ کې بولي.«

طالبان د اسلام په يو سخت تعبير باندې ټينګار کوي. له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله پورې د دوی په لومړۍ واکمنۍ کې هم له بشري حقونو څخه سرغړونه کېدله او سره له دې چې دا ځل په واکمنۍ کې د نرمښت راوستلو ژمنه شوې وه، دوی په زياتېدونکي ډول د افغانانو آزاديانې تر پښو لاندې کوي.

په تېرو دوو لسيزو کې چې متحده آيالاتو پوځي مداخله کړې او طالبان يې پرځولي ول، افغان ښځو او نجونو د خپلو حقونو په بېرته تر لاسه کولو کې يو څه پرمختګ کړی و.

Afghanistan Kabul | Sticker mit Taliba Führer Hibatullah Achundsada
هبت الله آخندزاده د مخ په شمول له ښځو د ټول بدن پټول غوښتي ديانځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو له خوا د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د چارو ځانګړي رپوټ ورکوونکي، ريچارد بېنټ، د پنجشنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر په پای کې ويلي ول چې د طالبانو له خوا وضع شوي محدوديتونه دا هدف لري چې ښځې »په ټولنه کې د ليدو وړ نه وي.«

هيڅ کوم هېواد تر اوسه پورې د طالبانو نوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی او د افغانستان نوي چارواکي په دې کې ناکامه شوي دي چې په ملګرو ملتونو کې هم د افغانستان چوکۍ تر لاسه کړي.

آ./م.ن.ص./ا.ا.