طالبانو د ملا عمر د ادعا شوي پټنځای انځورونو خپاره کړي
۱۳۹۷ اسفند ۲۱, سهشنبهد طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر، په ۲۰۱۳ کال کې تر خپلې مړینې پورې په دې پټنځاي کې اوسیدو او له یوې وړوکې خونۍ څخه یې د دې ډلې مشري کوله.
مجاهد پر خپله تویتر پاڼه باندې لیکلي دي چې ملا عمر به په خپل پټنځای کې په یوه باغ کې لمر ته کښیناسته.
په امریکا کې میشت د «زومیا مرکز» د هالندۍ خبریالې بیتې دام، موندنې خپرې کړې چې له مخې یې ملا عمر د خپل رژیم تر ړنګیدو وروسته، په زابل ولایت کې د امریکایي ځواکونو یوې اډې ته نزدې اوسېده.
د دام موندنې د امریکا متحده ایالاتو د باور پر ضد دي چې وایي ملا محمد عمر پاکستان ته تښتیدلي وو او په همدې هیواد کې ومړ.
طالبانو له ۱۹۹۶ له ۲۰۰۱ کاله پورې د افغانستان پر ډیرو برخو کنترول لره. د دام وروستیو موندنو د افغانستان د حکومت غبرګون هم راپارولی دی. د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري، دغه موندنې خيالي خبرې بللی دي. هغه زیاته کړې ده چې د افغانستان حکومت کافي شواهد په لاس کې لري چې ملا عمر په پاکستان کې اوسېده.